1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د روحاني، د بریا هرکلی شوی دی

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۲۶, یکشنبه

د ایران د راتلونکي ولسمشر په توګه د حسن روحاني بریا، د افغانستان حکومت، شنونکو او عادي خلکو ستایلې ده. ولسمشر کرزي هیله څرګنده کړې ده چې د افغانستان او ایران اړیکې به لا پسې وغځیږي.

https://p.dw.com/p/18qlc

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په تیرو یوولسو کلونو کې دواړو هیوادونو ښه اړیکې لرلي دي، خو د یوه اصلاح غوښتونکي د بریا په ترڅ کې د دغه اړیکو د لا غځیدو هیلې ډیرې شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون شپاړلسمه) په کابل کې اوونیزې خبرې غونډې ته وویل؛ «موږ هیله من یو، چې پر دې وتوانیږو چې د نوي ولسمشر په کاري دوره کې، په ټولو ساحو کې اړیکې او روابط وغځوو.»

د متحده ایالاتو پر وړاندې د ایران مخالفت

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان په ثبات کې مهمه ونډه لرلې ده، خو ایراني مقاماتو بیا په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د حضور مخالفت کړی دی.

یو ځلې خو د ایران تلونکي ولسمشر محمود احمدي نژاد، افغانستان یو اشغال شوی هیواد وباله، چې د هغه دغه څرګندونې د افغانستان له سخت غبرګون سره مخامخ شوې. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په عین وخت کې د ایران په شمول ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکړی دی، چې د دوی خاوره به د هیڅ ګاونډې پر ضد و نه کارول شي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي، وویل چې افغانستان د ایران او لویدیځ تر منځ د سیاسي لارې د اختلافاتو د له منځه وړلو غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه: «موږ هیڅکله او په هیڅ صورت په سیمه کې د ترینګلتیا د ډیریدو، غوښتونکي یا پلوي نه یو، بلکې د هغې په شدت سره مخالفت کوو. هیله من یو چې د ایران اسلامي جمهوریت او لویدیځ هیوادونه چې کوم خپلمنځي اختلافات لري، د خبرو اترو او سیاسې لارې له منځه یوسي.»

Janan Musazai Sprecher Außenministerium Afghanistan
انځور: DW

د سیاسي چارو کارپوهان، هم هیله من دي چې د حسن روحاني د بریا په ترڅ کې به د ایران او افغانستان اړیکې ښې شې.

په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت استازی او د سیاسي چارو کارپوه اسحاق ګیلاني وایي چې د افغانستان او ایران اړیکې له لویدیځ سره د ایران د اختلافاتو له حلیدو سره مستقیمي اړیکي لري.

د ایران یوه لویه اندیښنه دا ده چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور کولای شي د ایران له پاره خطر رامنځ ته کړي. خو ښاغلي ګیلاني وايي چې افغانستان هیڅ کله دا جازه چا ته نه ورکوي  چې د ګاونډیانو پر ضد یې له خاورې څخه استفاده وشي. هغه زیاته کړه:

«ښاغلی روحاني یو معتدله سړی دی او په ایران کې له نفوذ څخه برخمن دی. موږ هیله من یو چې ښاغلی روحاني به له خپلو ګاونډیو په ځانګړې توګه له افغانستان سره چې زموږ ډیر شمیر کډوال هم په ایران کې میشت دي، داسې سیاست غوره کړي چې د ورورولې په څیر خپل ژوند مخې ته بوځو او زموږ کډوالو چې کوم زجر او اذیت لیده، له هغې څخه خلاص شي.»

له کډوالو سره ښه چلند؟

هغو افغانانو چې په ایران کې یې د کډوالۍ ژوند تیر کړی دی، د محافظه پالو له حکومت څخه خوشحاله نه دی، خو د حسن روحاني بریا په افغانستان کې دا هیلې راټوکولي دي، چې د ایران نوی حکومت به له افغان کډوالو سره  ښه چلند وکړي.

Afghanen Afghanistan Iran Emigranten Flüchtlinge
انځور: FARS

په ایران کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال په رسمي توګه ثبت دي خو هغه کډوال چې د اسنادو پرته ایران ته د کار له پاره تللي دي، د هغوی شمیر هم زرګونو تنو ته رسیږي. هغو افغان کډوالو چې په ایران کې یې د مهاجرت ورځې شپې تیرې کړي دي وایي چې د محافظه پالو د واکمنې پر وخت چې پر کډوالو کوم قیودات وضع کیدل، د اصلاح غوښتونکو د واکمنۍ پر وخت راکمیږي.