1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د غنمو حاصلات ډیر شوي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبه

د کرهڼی وزارت وایي چې سږ کال به د غنمو له اړخه افغانستان بهرنیو وارداتو ته اړتیا و نه لري. دغه وزارت زیاتوي چې د دوی وړاندوینې ښيي چې افغانستان د غنمو د حاصلاتو په برخه کې اوس کودکفایي ته رسیدلی دﺉ.

https://p.dw.com/p/15sEA

په افغانستان کې یوې څیړندویه ډلې موندلې ده چې په روان کال کې په افغانستان کې د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دﺉ. د «اګرو ګروپ» د مشورتي مرکز د یوې څیړني پر اساس سږ کال د افغانستان د غنمو په حاصلاتو کې د تیر کال په پرتله ۵۲ سلنه لوړ والی لیدل کیږي چې دا د افغانستان اقتصاد ته یو ښه زیری دﺉ.

افغانستان یو زراعتي هیواد دئ چې اقتصاد ئې پر کرهڼې ولاړ دئ او شاوخوا ۷۰ سلنه خلک ئې په دې برخه کې په کار بوخت دي. د اګرو ګروپ د رپوټ له مخې د حکومت له لوري بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو د ویشلو او همدا راز په روان کال کې د موسومي بارانونو د ډیروالي له کبله سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصلات ډیر شوي دي. دغې ډلې همدا راز د وریژو په حاصلاتو کې هم د درې سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دئ.

تیر کال په افغانستان کې د تر لاسه شوو غنمو اندازه درې میلیونه او ۳۰۰ زره تنه وه خو سږ کال به دغه اندازه شاوخوا شپږ ملیونه ټنه تو لوړه شي.د کرهڼي وزارت د دغه زیاتوالي لاملونه بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو ویشل او کرهنیزو اسانتیاوو برابرول بولي.

د افغانستان د کرهڼې د وزارت ویاند مجید قرار، وايي چې له سږنیو حاصلاتو داسي ښکاري چې افغانستان به سږ کال د غنمو ډیر واردات و نه لري: «په تیرو څو کلونو کې موږ د غلو له اړخه ډیر بډایه وو. سږ کال به لا ډیر بډایه ووسو. زموږ حاصلات مخ په ډیریدو دي.»

د کرهڼې د وزارت رسمي شمیرې ښيي چې افغانستان هر کال شاوخوا پنځه نیم ملیونه ټنه غلې ته اړتیا لري. د دې وزارت په خبره افغانستان هر کال څلور نیم میلیونه ټنه غله تولیدوي او پاتې برخه له گاوڼدیو هیوادونو څخه واردوي. افغانستان اوس له پاکستان او د منځنۍ اسیا له یو شمیر هیوادونو څخه خوراکي توکي واردوي. د کرهڼې وزارت هیله څرگندوي چې په روان کال کې د غنمو د حاصلاتو له زیاتیدو سره به له بهرنیو هیوادونو څخه د غنمو واردات راکم شي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش