1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ محدودول

د ډاکتر سيد موسی صميمي څېړنه۱۳۸۵ بهمن ۵, پنجشنبه

صميمي ليکي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ د محدودولو په لاره گامونه پورته شوي دي. له يوې خوا په دولتي ادارو کې نوی پرسونل ځای په ځای کېږي، له بلې خوا د مطبوعاتو په قانون کې بدلونونه راوستل کېږي.

https://p.dw.com/p/DKB2
انځور: AP
دغه وړانديز د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير کړی دی او ښايي چې د افغانستان په پارلمان کې به تر بحث لاندې ونيول شي. د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د رئيس نجيب روشن استعفا هم د مطبوعاتو د آزادۍ د محدودولو په لړ کې راځي.
د افغانستان د مطبوعاتو د قانون په څلورمه ماده کې د بيان آزادي پرته له سانسوره راغلې ده، خو په يو دېرشمه ماده کې ليکل شوي دي چې هېڅ کومه ليکنه بايد د اسلام دين له احکامو سره ټکر ونه خوري. د ناندريزو پوښتنو د حل کار د علماو د شورا په غاړه دی چې په دغه شورا کې محافظه کار اشخاط او تندلاري ملايان سره راټول شوي دي. د مطبوعاتو د دوه بودي قانون سربېره د افغانستان ټولنيز جوړښتونه هم د رسنيو د غوړېدنې خنډ گرځي.