1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ناټو دوه تنه سرتیري وژل شوي دي

۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه
https://p.dw.com/p/16gWf

ناټو تیره ورځ ویلي دي چې په افغانستان کې یې دوه تنه غړي وژل شوي دي. د ناټو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې یو تن سرتیری یې د افغانستان په ختیځ کې د یاغیانو په یوه برید کې وژل شوی دی او بل تن د جمعې په ورځ چې په جگړه کې نه وو ټپي شوي د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. ناټو د پیښې او د کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي. په روان کال کې په افغانستان کې د بهرنیو وژل شوو سرتیرو شمیر ۳۷۱ تنو ته رسیدلای دی.