1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ناټو دوه سرتیري وژل شوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه
https://p.dw.com/p/14xI5

په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو ویلي دي چې د جمعې په ورځ ئې د افغانستان په شرق کې دوه سرتیري د یاغیانو په یوه برید کې وژل شوي دي.

ناټو د خپلې پالیسۍ له مخې د وژل شوو سرتیرو هویت او دا چې هغوی د ناټو په کوم هیواد پورې تړاو لري، معلومات نه دي ورکړي.

اوس مهال ناټو د افغانستان به جنوب او شرقي ولایتونو کې په جگړه بوخته ده. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي یاغیانو د افغانستان شمالي او مرکزي برخو ته هم لاره موندلې ده او پر دې سیمو باندې وخت نا وخت بریدونه تر سره کوي. د ۲۰۱۲م کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ناټو ۱۵۴ سرتیري وژل شوي دي چې په ډله کې ئې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه امریکایي سرتیري هم شامل دي.