1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د نظامي او سياسي چارو کارپوه والوالجی سره مرکه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

س ١: محترم والوالجي، موږ دا آوازې آورېدلې او اوس رښتيا شوې هم دي، چې د ملي متحده جبهې څخه مارشال محمد قسيم فهيم اوس د خپلې ټلوالې د غوښتنو برخلاف له حامدکرزي څخه پلوي کوي. د دې کار علت څه دئ؟

https://p.dw.com/p/HgQu
اسدالله والوالجی
اسدالله والوالجیانځور: DW

ج ١:

دغه علت فکر کوم چې د جبهې په منځ کې اختلافات وو. او همدغه اختلافت موجب شوي دي، چې فهيم له خپلې ډلې څخه بېل او د کرزي صاحب پلوي راواخلي.

س ٢:

ويل شوي چې مارشال فهيم له ملې متحدې جبهې څخه وتلی. آيا فهيم يواځې وتلی که نور څوک هم ورسره شته؟

ج ٢:

دا څه ما ته معلوم نه دي، خو که دا کار شوی وي، نو طبيعي خبره ده، چې که يو څوک وزي نو يو څو کسه بايد ورسره وي، تر څو د هغه شا ته ودريږي. خو فکر نه کوم چې له رهبرۍ څخه کوم څول مارشال فهيم سره تللي او وتلي وي.

س ٣:

په داسې حال کې چې متحده ملي جبهې له خپله پلوه پخوانی د بهرنيو چارو وزير ډاکټر عبداله عبداله اولسمشرۍ ته نومولی. له دې کار سره د مارشال فهيم د مخالفت علت څه دئ؟

ج ٣:

آورېدلي مې دي چې د اولس تفاهم ورسره وو، نو ځکه عبداله عبداله کانديد شوی. او له بله پلوه مارشال فهيم له حامد کرزي سره ډېرې نږدې اړيکې لري، نو کېدلی شي له دې کبله به د هغه په لوري ولاړ وي.

س ٤ :

مارشال فهيم په يوې تلويزيونې مرکې کې وويل، چې امکان لري موجوده مخالفتونه د جبهې د ړنگېدنې سبب شي. څومره امکان شته چې کېدلی شي دا احتمال حقيقت ولري؟

ج ٤ :

گورو چې جنرال دوستم هم له جبهې څخه تللی او د جنبش رهبري ورسره نشته. تر اوسه پورې جنرال دوستم او مارشال فهيم ممکن له متحده جبهې څخه وتلي وي. استاد نقيب ويلي دي، چې وحدت او جنبش به له يوه کانديد نه پلوي کوي. له دې نه ښکاري چې عبداله عبداله څخه پلوي نه کوي. په دې اساس ويلی شو چې جنرال دوستم هم جبهې سره نه شته دئ.

س ٥ :

له ډاکټر عبداله څخه د ناپلوۍ علت يواځې دا دئ چې فهيم غوښتل خپله ځان کانديد کړي، او که کوم بل علت هم شته؟

ج ٥:

کېدلی شي نور علتونه هم وي، خو فهيم ويلي دي، چې ډاکټر عبداله عبداله د جبهې غړی نه دئ او نه په رهبرۍ کې برخه لري، نو ولې کانديد شوی. البته که کوم بل غړی لکه استاد برهان الدين رباني کانديد وای، نو بيا کېدلای شوای چې فهيم ورڅخه طرفداري کړې وای. په افغانستان کې داسې موضوعگانې ډېرې دي، چې په خوله يو څه وايي، خو اصل حقيقت بل څه وي. کېدلی شي حامدکرزي فهيم صاحب ته د لومړي معاونيت وعده ورکړې وي، او فهيم هم له همدې کبله ډاکټر عبداله سره مخالفت څرگند کړی وي.

س ٦:

که چېرته بيا هم حامد کرزی د اولسمشر په توگه وټاکل شي، نو مارشال فهيم به په هغه صورت کې کوم امتياز تر لاسه کړي او که نه؟

ج ٦: داسې آوازې شته چې فهيم به يې معاون وي او کېدلی شي دا آوازې تر يوې اندازې پورې موثق وي. که دا څه نوای نو مارشال فهيم د کرزي صاحب خوا ته نه ورتله.

س ٧:

ستاسې په خيال او د شرايطو په نظر کې نيولو سره د حامد کرزي چانس څومره دئ؟

ج ٧:

وگورو چې د کرزي په مقابل کې څوک دريږي. که چېرته قوي قوي کسان رامخې ته شي، نو ښايي دا انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي. کېدلی شي د سيد محقق او جنرال دوستم رايي د ټاکنو سرنوشت تعين کړي او وگورو چې دوی دواړه له چا نه حمايت کوي. او په هغه صورت کې به درې اړخونه منځ ته راځي: هغه څوک چې دوی يې ملاتړ ترې کوي، حامد کرزی او ډاکتر عبداله عبداله.

س ٨ :

څوک کېدلی شي د کرزي په مقابل کې تکړه کانديد وي؟

ج ٨ :

ائتلافونه مطرح دي. غني احمدزی، جلالي صاحب او د خليل زاد آوازې هم شته، که دا درې تنه اتحاد سره وکوي ، جنرال دوستم او نقيب ورڅخه ملاتړ وکوي، نو بيا امکان لري ټاکنې دوهم پړاو ته هم پاتې نه شي. احدي صاحب هم غواړي ځان کانديد کړي.

مرکه کوونکی: عارف وردک
کتوونکی: يحيی وردک