1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې د پرونۍ چاودنو په اړه نړیوال غبرګونونه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

په افغانستان کي د دوشنبې په ورځ بريدونو چې د نژدې ۴۰ انسانانو ژوند يې واخيست او تر ۶۰ زيات پکښې ټپيان شول، نړيوالو سخت غندلي دي.

https://p.dw.com/p/2wx7u
Afghanistan Kabul Doppelanschlag
انځور: Reuters/O. Sobhani

په کابل کې دوو ځانمرگو د ۹ خبریالانو په گډون ۲۵ کسان ووژل. په کندهار کې ځانمرگي بريد د يوې مدرسې ۱۱ کوچنيان ووژل او په خوست کې بیا د بي بي سي ځايي خبريال نامعلومو سله والو وويشت، چې وروسته يې د سخټو ټپو له امله په روغتون کې سا ورکړه.

د کابل پولیس وايي چې د دوشنبې په ورځ د دغه ښار په شش درک سيمه کې تر لومړي بريد وروسته، د خبریالانو په جامه کې یوه ځانمرګي بریدګر ځان د خبریالانو منځ ته رسولی او بیا یې خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې. د بې پولو خبریالانو په وینا دغه برید د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته په دې هیواد کې د خبریالانو له پاره تر ټولو خونړی وو.

په دغه بريد کې د فرانسې خبري آژانس، آزادۍ راډیو، طلوع نیوز، یک تلویزیون او مشعل تلويزيون خبریالان ووژل شول.

نړیوال غبرګونونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس د کابل د برید په هکله ویلي چې د داعش له خوا ترسره شوي ځانمرګي برید له کبله ډیر «په ټکان کې شوم» چې له کبله یې په لسونو کسان ووژل او ټپیان شول. نوموړي ویلي دي چې په قصدي توګه په دې برید سره د خبریالانو په نخښه کول دا واضح کوي چې خبریالان د خپلو اساسي کارونو د عملي کولو په برخه کې څومره له خطر سره مخامخ دي.

په کندهار کې د ناټو پر کاروان یوې چاودنې د دیني مدرسې د ۱۱ زده کوونکو ژوند اخیستی او د ۵ رومانیايي عسکرو په گډون یې ۱۶ کسان ټپیان کړل.

د امریکا متحدو ایالاتو دفاع وزیر جیمز متیس ویلي چې کمزوري شوي یاغیان اوس په افغانستان کې خبریالان په نخښه کوي، څو د روان کال په اکتوبر میاشت کې د هغه په وینا د ټاکنو لړۍ تر پوښتنې لاندې راولي. متیس په دې هکله وویل: «دغه څه د هغو کسانو له پاره عادي کار دی چې د رایو له لاري څه نه شي ترلاسه کولی، نو له دې کبله دوی بمونو ته مخ کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم د کابل پرونی برید غندلی او هغه یې «بې معنی او وحشي» یاد کړی دی. نوموړي وویل: «په افغانستان کې د رسنۍ چټک او غښتلی پرمختګ به همداسې ادامه پیدا کړي، په ځانګړي توګه هغه پرمختګ چې تر ډیره پورې د دغو خبریالانو د فعالیت له امله شوی.» د هغه په وینا د همدې خبریالانو زړور کار او ټینګ عزم په افغانستان کې د مخ پر ودې، غښتلو او آزادو رسنیو په اساس ايښودلو کې مرسته کړې ده.

په عین وخت کې بي بي سي هم د احمد شاه په نامه د خپل ۲۹ کلن خبریال وژل کیدل تائید کړي دي. د بي بي سي په حواله احمد شاه په خوست ولایت کې له دوی سره کابو له یو کال راهیسې کار کاوه او پرون مازیګر مهال د ناپيژاندو موټرسایکل سپرو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی. پولیسو ویلي چې د پیښې پلټنه یې پیل کړې ده.

د بې پولو خبریالانو د سازمان د معلوماتو له مخې، د تیرکال په ترڅ کې افغانستان د ټولې نړۍ د خبریالانو د فعالیت په برخه کې دریم تر ټولو خطرناک هیواد دی. د دوشنبې ورځې تر برید وروسته دغه سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر مطبوعاتو باندې د راتلونکو بریدونه د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.

بې پولې خبریالانو په افغانستان کې له ۲۰۱۶م کال راهیسې د ۳۴ خبریالانو وژل کیدل ثبت کړي دي. په ۲۰۱۶م کال کې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې د طلوع تلویزیون اووه کارکوونکي ووژل شول. او د تیرکال د نومبر میاشتې په ترڅ کې پر شمشاد تلویزیون وسله والو برید وشو چې له امله یې یو کس ووژل شو او یو شمیر نور بیا ټپیان شول.