1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۲۱, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه په ۲۰۱۴ کال کې په تیره لسیزه کې تر بل هر کال ډیره لوړه شوې ده. په دې کال کې د کوکنارو د کښت کچه د ۲۰۱۳ کال په پرتله ۱۷ سلنه لوړه شوې.

https://p.dw.com/p/1DlnY
انځور: picture-alliance/dpa

د مخدره توکو او جرایمو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې افغانستان کیدای شي په ۲۰۱۴ کال کې ۵۴۰۰ ټونه تریاک تولید کړي. دا شمیره د ۲۰۱۳ کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

له مخدره توکو سره د مبارزې سرپرست وزیر دین محمد مبارز راشدي، پر نړیوالې ټولنې باندې غږ وکړ چې د مخدره توکو د تجارت پر وړاندې مبارزه کې جدي گامونه پورته کړي. هغه وویل: «نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې له مخدره توکو سره په هغه جدیت چې د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه کوي، مبارزه وکړي.»

د ملگرو ملتونو له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان په ۲۲۴۰۰۰ هکتاره ځمکه کې تریاک کرل شوي دي. د دغې ځمکې ۸۹ سلنه برخه په نهو هغو ولایتونو کې ده چې طالبان په کې د پام وړ حضور لري.

طالبان چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جنگږیږي، د کوکنارو په کښت کې فعاله ونډه لري. ویل کیږي چې دغه ډله خپل ډیر لگښتونه د تریاکو د قاچاق او له کروندگرو څخه د پیسو د اخیستلو له لارې تمویلوي.

د ملگرو ملتونو له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې د تریاکو د عرضې له ډیریدو سره، د هغې بیه یو څه ټیټه شوې ده خو د رپوټ په حواله د تریاکو له لارې لاس ته راغلي پیسې اوس هم د افغانستان د ملي ناخالص عاید څلور سلنه جوړوي.

د ملگرو ملتونو د جرایمو او مخدره توکو له پاره د ادارې سیمه ییز استازي اندې اویتیسین، وویل چې دا ډیره مهمه ده چې له افغانستان څخه د روان کال تر پایه پورې د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره په دې هیواد کې له مخدره توکو سره هم مبارزه وشي ترڅو افغانستان وشي کولای خپل اقتصاد پر پښو باندې ودروي.

هغه زیاته کړه: «په جدي توگه د مخدره توکو د ستونزې له منځه وړلو څخه پرته، په افغانستان کې جدي اقتصادي پرمختگ شونی نه دی. د دې له پاره چې له افغانستان سره ریښتنې مرسته وشي موږ ټول باید د مخدره توکو د خطر په اړه یو څه وکړو.»

په تیرو کلونو کې په افغانستان کې له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې په میلیاردونو ډالر مصرف شوي دي خو ښايي دغو مرستو کومه بنسټیزه گټه نه وي رسولي. له بلې خوا کروندگر له طالبانو څخه هم د کوکنارو د کرهڼې په موخه مرستې ترلاسه کوي. ویل کیږي چې خراب اقتصادي حالت، ناامني، د قوانینو نه تطبیقیدل، اداري فساد او د مخدره موادو لوړې بیې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د لوړې کچې په اصلي لاملونو کې شمیرل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب