1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې سخته زلزله؛ اغېزمنو ته مرستې څنګه رسیږي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ تیر ۱, چهارشنبه

د طالبانو د معلوماتو له مخي د افغانستان په دوو ولايتونو پکتيکا او خوست کي په زلزله کې تر زرو زيات کسان مړه شوي او په سونو نور ټپيان شوي دي. طالبانو ويلي دي چې زلزله ځپلو ته يې سل میلیونه افغانۍ نغدې مرستې منظورې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4D4f6
Afghanistan | Erdbeben: Verletzte werden per Hubschrauber evakuiert
انځور: BAKHTAR NEWS AGENCY/REUTERS

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېده ګي چارو وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې د زلزلې له امله ۹۲۰ کسانو ژوند بایللی او تر ۶۰۰ ډېر ټپیان دي.

د دغو دوو ولايتونو د زلزله ځپلو سیمو په سونو کسان اوس بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د پکتیکا له ګیانې ولسوالۍ د پېښې یوه قرباني دویچه ویله ته وویل:«اوس زه په دې مصروف یم چې کټونه راټول کړم ځکه د سرپناه له پاره ځای نشته، فعل حال بیړنیو مرستو ته ضرورت لرو چې خیمې موږ ته ورسیږي او خوراکي توکي راورسیږي.»

طالبان وايي، د حکومت رئیس الوزرا یې له زلزله ځپلو سره د سل میلیونه افغانیو مرسته منظور کړې ده.

د طالبانو حکومت یوه ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته وویل: «په دې برخه کې اسلامي امارت بیړني اقدامات کړي، ټولګټو وزارت او د پېښو ضد ادارې په خپل لاس کې امکانات د پېښې سیمي ته لېږلي.»

کریمي زیاته کړه، نور بنسټونه هم باید ژر تر ژره زلزله ځپلو سیمو ته مرستندویه ډلې واستوي.

مرستندویه بنسټونه څه وايي؟

سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو رژيم په راتګ سره ډېرو نړېوالو مرستندویو بنسټونو هلته خپلې چارې درولې، خو ځینې یې چې هلته شته د مرستو رسولو په برخه کې د خنډونو خبره کوي.

پېښه نوې ده او تراوسه د طالبانو حکومت او یا نورو نړېوالو بنسټونو داسې سروې نه ده کړې چې په خوست او پکتیکا کې به زلزله ځپلې څومره مرستو ته اړتیا ولري، خو په افغانستان کې میشت مرستندویه بنسټونه وايي زیانونو ته په کتو ښايي میلیونونه ډالرو ته اړتیا وي.

Karte Erdbeben Afghanistan PT

د مسلم هینډز په نوم یوې نړېوالې مرستندویه موسسې د مرستو همغږ کوونکي محمد یوسف راتب دویچه ویله ته وویل، موسسه یې ژمنه ده چې اړمنو ته مرستې ورسوي، خو دی په دې برخه کې یو شمېر خنډونو ته اشاره کوي: «اوس د مرستو رسولو په برخه کې اساسي خنډ د یوه سالم بانکي سیستم نشتوالی دی، چې ډېر نهادونه له دې ستونزې سره مخ دي، د طالبانو رژیم په رامنځته کېدو سره افغانستان ته د پیسو لېږد ستونزمن شوی، یوازي د ملګرو ملتونو موسسې کولای شي چې له خپلو ډونرانو پر وخت پیسې ترلاسه کړي.»

د چارو یوشمېر کتونکي وايي، د طالبانو حکومت ددغسې بېړنیو پېښو پرمهال اړمنو کسانو ته د مرستو له پاره اغیزمنې طرحې نه لري.

پېښو ته د رسېده ګي په برخه کې د دولت وزارت یوه پخواني ویاند تمیم عظیمي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «موږ پخوا هم له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ وو، خو اوس هغه ستونزې خپل اوج ته رسېدلي، د طبعي پېښو د مدیریت په برخه کې لازم ظرفیت او تخصص چې باید وای نشته.»

خو طالب چارواکي وايي، زلزله ځپلو سره د مرستو په اړه پر لا ډېرو پلانونو کار روان دی.

پېښو ته د رسیده ګي په چارو کې د طالبانو وزارت وايي، په پام کې ده د هر وژل شوي کورنۍ سره سل زره او ټپیانو سره ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشي.

هاخوا د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر او یوناما د تېرې شپې د زلزله ځپلو اړتیاوې څیړي او په دې اړه ژر اقدام کوي.