1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له زرو څخه زیاتو فابریکو سقوط کړی دی»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۱۶, یکشنبه

د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وایي چې په تیرو درو کلونو کې په افغانستان کې د زرو څخه زیاتو فابریکو سقوط کړی دی. د دغه خونې د مسوولینو په آند، له پانګوالو څخه د حکومت نه ملاتړ د دغه فابریکو د سقوط اصلي لامل دی.

https://p.dw.com/p/193Oe
انځور: Getty Images

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وایي چې د فابریکو سقوط، د افغانستان په شان هیواد له پاره یو ستره «غمیزه» ده.

د سوداګرۍ او صنایع خونې د بهرنیو اړیکو مسوول آذرخش حافظي، د یکشبنې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون د میاشتې اوومه) په کابل کې د تجارت په برخه کې د آسانتیاو د رامنځ ته کولو په تړاو جوړ شوي کنفرانس ته وویل چې حکومت باید داسې سیاست غوره کړي چې د داخلي تولیداتو د ودې سبب وګرځي. هغه زیاته کړه:

«لا تر اوسه هم د دولت سیاست د تولیدي تصدیو په برخه کې پاتې راغلی دی. اوس هم فابریکې د یوه ملاتړ ییزسیاست د نه شتون له امله د سقوط په حالت کې دي.»

د نوموړي په وینا د افغانستان د اقتصاد د پیاوړي کیدو  غوره لاره، د کرهڼې میکانیزه کول او د معدني سرچینو استخراجول دي، خو ولې په دې برخه کې په تیرو یوولسو کلونو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د تجارت د پیاوړي کیدو له پاره هڅې

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي چې د سوداګرو د لا تشویق له پاره، د جواز د تر لاسه کولو مراحل یې رالنډ کړي دي. د دغه پروګرام هدف د فساد د کچې راکمول او د سوداګرۍ او صنعت ښه والی په ګوته شوی دی.

د سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې تر دې دمخه د یوه جواز د اخیستلو له پاره له ۷۰ څخه تر ۸۰ لاسلیکونو ته اړتیا وه، او اوس د ۸ لاسلیکونو په تر لاسه کولو سره سوداګر کولای شي تجارتي جواز لاس ته راوړي. د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي، په دغه کنفرانس کې وویل چې د جواز د اخیستلو له پاره د آسانتیا د رامنځ ته کولو په موخه، د ثبت او راجستر ریاستونه په یو بل کې مدغم کړای شوي دي.

ښاغلي احدي زیاته کړه: «موږ دا خبره درک کړه، چې د جواز نامې د ثبت او راجستر پروسې یو شان وې او موږ نه غوښتل چې مراجعین دې له ستونزو سره مخامخ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه سوداګر، د جواز اخیستلو پر وخت د بیلا بیلو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

د سوداګرو یوه بله ستونزه دا وه چې هغوی هر کال مجبوره ول، چې د خپل جواز د نوي کولو له پاره باید د سوداګرۍ وزارت ته مراجعه وکړي، چې دا کار هم د هغوی له پاره یو بل سرخوږی وو.

خو اوس جواز نامې د پنځو کلونو له پاره ورکول کیږی، تر څو د سوداګرو ستونزې راکمې کړای شي.  احدي په دې تړاو وویل: «موږ د جواز نامې موده تمدید کړه. مخکې به جوازنامې د یوه کال له پاره ورکول کیدې او په دې برخه کې سوداګرو شکایت درلود. اوس سوداګر مجبوره نه دي چې هر کال وزرات ته راشي.»

خو په دې برخه کې ځینې اندیښنې وجود لري چې ګواکې د لاسلیکونو په راکمیدو سره دې د اداري فساد مخه ونیول شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وایي چې د سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو له پاره د آسانیتاوو رامنځ ته کول کولای شي په نړیواله کچه د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي.