1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ملکي تلفات ۲۱ سلنه کم شوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۱۰, چهارشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) خبر ورکړی دﺉ چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د تیر کال د عین وخت په پرتله ۲۱ سلنه راټیټه شوې ده.

https://p.dw.com/p/154Tn
انځور: dapd

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) خبر ورکړی دﺉ چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د تیر کال د عین وخت په پرتله ۲۱ سلنه راټیټه شوې ده.

په افغانستان کې د یوناما رئیس جان کوبز، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۷۹ ملکي وگړي وژل شوي دي او ۱۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د جان کوبز په خبره د افغانستان د دولت وسلوال مخالفین د ۷۹ سلنه ملکي تلفاتو عاملین دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او نړیوال ځواکونه د ۹ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر غاړه لري او د تلفاتو د پاتې برخې عاملین لا معلوم نه دي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي وویل: «د ملکي تلفاتو مخنیوی د یوناما له اصلي لومړیتوبونه څخه دئ... موږ ټولو اړخونو ته یو لړ وړاندیزونه کوو او له هغوی څخه غواړو چې یو لړ کارونه تر سره کړي چې کله نا کله دغه کارونه د ملکي تلفاتو په کمولو کې نقش لري. له دې کبله زه خوښ یم.»

په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې ملکي تلفات د ډیریدو په حال کې ول. په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې ملکي تلفاتو کچه ۳۰۲۱ تنو ته ورسیده. په دغه کال کې د ۷۷ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر دولت باندې اچول شوې وه.

په تیرو کلونو کې د طالبانو د جگړې په تخنیکونو کې بدلون د ملکي تلفاتو د ډیریدو اصلي لامل په گوته شوی وو. ځکه چې ځانمرگي بریدونه او د سړک د غاړې ماینونه چې اوس د طالبانو له اصلي تخنیکونو څخه شمیرل کیږي ډیر وخت ملکي کسان وژني.

نوې شمیرې ښیې چې په ملکي تلفاتو کې د ناټو برخه د پخوا په پرتله پنځه سلنه راټیټه شوې ده. د نړیوالو ځواکونو له خوا په هوایي بریدونو کې ملکي تلفات تل یوه ستونزمنه موضوع پاته شوې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم