1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې پنځه مشکوک ترهگر نيول شوي دي

۱۳۸۵ اسفند ۱۶, چهارشنبه

د امريکا په مشري ائيتلافي ځواکونو د افغانستان په ختيځ کې په خپله وينا پنځه تنه مشکوک ترورستان نيولي دي. ائيتلافي ځواکونو وويل چې په خوست کې د پلټنو په ترڅ کې دغه کسان لاس ته ورغلي وو.

https://p.dw.com/p/DKAb
عسکرو په ودانيو کې د تلاشۍ پر مهال توغندي او بمونه وموندل چې سمدلاسه د منځه وړل شوي دي
عسکرو په ودانيو کې د تلاشۍ پر مهال توغندي او بمونه وموندل چې سمدلاسه د منځه وړل شوي ديانځور: AP
دوو له هغو څخه هڅه کړې وه چې وتښتي خو بيا بېرته ونيول شول. له افغاني ځواکونو سره يو ځای په گډو عملياتو کې هېچا ته هم د سر زيان نه دی رسېدلی. ويل کېږي چې عسکرو په ودانيو کې د تلاشۍ پر مهال توغندي او بمونه وموندل چې سمدلاسه د منځه وړل شوي دي.