1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې په تیرو دوو ورځو کې ۶۰ تنه وژل شوي دي

آژانسونه/دویچه ویله/ عبدالبار ي حکیة۱۳۹۴ خرداد ۱۷, یکشنبه

په خوست کې د یوې مشکوکې امریکايی بې پیلوته الوتکې او دغه راز د افغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو د بریدونو او بمې چادونو په نتیجه کې په تیرو دوو ورځو کې په ټولیزه توگه لږ تر لږه ۶۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1FcsH
انځور: DW

د آلمان خبري آژانس، DPA د یو رپوټ له مخې د متحده ایالاتو د یوې بې پیلوته الوتکې او دغه راز له طالبانو سره په نښتو او نورو بمې حملو کې چې په بدخشان، ارزگان او غزني کې رامنځ ته شوي دي، په تیرو دوو ورځو کې کابو ۶۰ انسانان وژل شوي دي.


په خوست کې د دویچه ویله خبریال د هغه ولایت د والي د مرستیال عبدالواحد له خولې رپوت ورکړ چې د خوست د علي شېرو په ولسوالۍ کې د جمعې په ماسپښین د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې «۳۴ وسلوال مخالفین ووژل شوي.» د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان وایی:« دغو وسلوالو د علي شېرو ولسوالۍ د بټۍ تاڼې په سیمه کې د یوه طالب قوماندان د جنازې په مراسمو کې حضور درلود، چې د برید هدف وګرځېدل.» نوموړى وویل: « دغه قوماندان يوه ورځ مخکې په همدې سیمه کې له سرحدي پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی ؤ. د خوست مرستيال والي زياتوي، په دې بريد کې د وسله والو طالبانو څلور پيکيپ موتر چې جنګيالي پکې سپاره وو، هم له منځه تللي دي.

د خوست د ولایت ویاند، مبارز ځدران د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د «باټي ټنې» په سیمه کې د جمعې د ورځې په برید کې ولسی خلک هم وژل شوي دي. د ولایت مرستیال پټان په دی اړه نوموړي خبري اژانس ته وویل: «سیمې ته مو یو پلاوی استولی دی ترڅو په دی هکله معلومات راټول کړي.»

د خوست یو اوسیدونکي، حاجي رمضان کوچې د دویچه ویله خبریال ته وویل چې دغو مراسمو ته « د منطقی خلک راغلي ؤ. هلته د هغوی کورونه دي. د هغوي په مینځ کې طالبان نه ؤ. صرف ولسی خلک ؤ. د یوې کورنۍ، چې د گلب شاه په نامه یادیږي شپږ نفر شهیدان شوی دی.»

د بې پیلوته الوتکې د نوموړي برید په هکله په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځ له خوا تر اوسه پورې کومه تبصره نه ده شوی.

په افغانستان او پاکستان کې د امریکايي بې پیلوته الوتکو بریدونه د متحده ایالاتو په شمول په نړې کې شخړایز دي او د بشري حقونو سازمانو تر نیوکو لاندې دي.

د هوا له تویدو سره د زورزیاتې لمن پراخه شوې

په اپریل کې طالب یاغیانو د خپل دوبيد عملیاتو د پیل اعلان وکړ. له هغه وخت څخه را په دی خوا نه یواځې په جنوبی ولایاتو کې چې له کلونو را په دې خوا د زور زیاتیو ډگر گرځیدلي دي، بلکه په شمالي ولایاتو کې هم د ناکراریو لمن پراخه شوی ده.

د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې وروسته له یو لړ سختو نښتو څخه طالب یاغیانو له حکومت څخه د یمگان ولسوالي نیولی ده. د هغه ولایت یو ویاند، محمد احمدزی د آلمان خبري آژانس ته پرون وویل چې «افراطینو په لومړي سر کې په امنیتی پوستو بریدونه وکړل. د هغه د وینا له مخې امنیتی ځواکونود استحکاماتو لپاره غوښتنه وکړه. د بدخشان د ولایت یو بل چاراکي وویل چې وروسته د ولسوالۍ کار کونکي تیښتو ته مجبوره شول. په دغو نښتو کې «دری تنه افغان سرتیري او اته تنه طالبان ووژل شول.»

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان په نورو سیمو هم کې پرون ( د ۲۰۱۵ کال د جون پنځمه) په زور زیاتیو کې ۱۳ تنوخلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ارزگان ولایت یو چارواکي وویل چې لږ تر لږه شپږ تنو هغه وخت خپل ژوند له لاسه وکر چې پر یو مین وختل.

دغه راز د غزني په ولایت کې د هغه ولایت د ویاند، شفیق ننگ صافي د وینا له مخې یو ډله خلک چې د واده مراسمو ته روان ؤ، د سړک د غاړې د یوې بمې چادونې قربانیان شول. د هغه د وینا له مخې په دغې پیښه کې لږ تر لږه اوو تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شوي دي.