1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې یو امریکایي او یو شمیر افغان پوځیان ووژل شول

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

امریکايي ځواکونو ویلي دي چې یو سرتیری یې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی دی. په پیښه کې یو شمیر افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/2wx2T
US Armee Soldat DeMaiwand Kandahar
انځور: Reuters

په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په پیښه کې یو بل ټپي شوی امریکایي سرتیری اوس په بګرام پوځي اډه کې تر درملنې لاندې دی.

تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې په دې پيښه کې څومره افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د افغانستان د دفاع وزارت په دې اړه له خبري آژانسونو سره د معلوماتو له شریکولو څخه ډډه کړې ده.

په خبره شوې اعلامیه کې همداراز د وژل شوي امریکایي عسکر هویت هم روښانه شوی نه دی. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن، ویلي دي: «په جګړې کې د هغوی او د زړورو افغان ملګرو بهادري به په زړونو او تاریخ کې تل پاتې وي.»

که څه هم ناټو د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې جنګي ماموریت پای ته ورساوه، خو بیا هم امریکایي ځواکونه هلته د طالبانو او داعش ترهګري ډلې پر ضد د ترهګرۍ ضد عملیات کوي.