1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په الجزاير کي بهرنيان يرغمل نيول سوي دي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبه

د الجزاير په لوېديځ کي د طبيعي گازو پر يوې کمپنۍ باندي په يرغل کي تروريستانو بهرنيان يرغمل نيولي دي. په پيښه کي مرگ ژوبله هم رامنځته سوې ده. دغو افراطيانو په مالي کي د فرانسې د پوځي ماموريت د پای غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/17LWH
انځور: Reuters

د القاعدې تروريستې شبکې ته نژدې يوې افراطي ډلي د «In Amenas» د گازو پر کمپنۍ باندي د يرغل مسئوليت پرغاړه اخيستی دئ او ويلي ئې دي، چي د مختلفو مليتو۴۱ تنه ئې يرغمل کړي دي.

د الجزاير د «APS» خبري آژانس په حواله په دغه يرغل کي دوه تنه بهرنيا چي يو ئې برتانوی دئ وژل سوي دي.

په الجزاير کي د مغرب (AQMI) په نامه د القاعدې ډلي يوه پلټن ويلي دي، چي يرغمل نيووني او بريدونه به ئې تر هغه وخته پوري جاري وي، چي «په مالي کي زموږ پر خلکو باندي بريدونه نه وي درېدلي».

«محاصره»

د الجزاير د کورنيو چارو وزير داحو ولد قابليه د چهارشنبې په ماښام د پيښي په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال له محلي تلويزيون سره په خبرو کي له تروريستانو سره هر ډول خبري اتري رد کړي دي.

د هغه په خبره نزدې شلو تنو وسله والو د طبيعي گازو پر کمپنۍ باندي يرغل کړی دئ او کار کوونکي ئې يرغمل نيولي دي. ده زياته کړې ده چي حکومتي ځواکونو د پيښي د سيمي يوه برخه محاصره کړې ده. هغه وويل چي له تروريستانو سره به هيڅ ډول جوړجاړی و نه سي:

«د يرغمل نيوونکي له پاره بله هيڅ لاره نه ده پاته بې له دې چي پرشا سي. که چيري دوی په خپل دريځ کي بدلون را نه ولي، دغه پيښه به بله بڼه واخلي.»

د رسنیو د راپورونو له مخي تروريستانو گواښ کړی دئ، چي که د يرغمل سوو کسانو د آزادولو اقدام وسي دوی به د طبيعي گازو دغه کمپنۍ ته انفجار ورکړي. ويل کيږي چي د خلاصون لومړي عمليات ناکامه سوي دي.

د گازو دغه کمپنۍ د برتانيې د «BP» شرکت، د ناروې د «Statoil» شرکت او د الجزاير په دولتي شرکت «Sonatrach» پوري اړه الري.

دغه کمپنۍ د مالي هيواد په زر کيلومترۍ له ليبيا سره په سرحد کي پرته ده. د امريکا متحده ايالاتو، ناروې، لويي برتانيې، ايرلند او جاپان هيوادونو تائيد کړې ده چي په يرغمل نيول سوو کسانو کښي ئې اتباع شامل دي.