1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په الجزایرو کې د ژغورنې عملیات دوام لري

۱۳۹۱ دی ۲۹, جمعه
https://p.dw.com/p/17Mqu

داسې معلومیږي چې الجزایري امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي چې د ګازو هغه بټۍ په بشپړه توګه تر خپل کنترول لاندې راولي چې تر دې مخکې ورباندې افراطي اسلامپالو یاغیانو برید کړی وو.

د الجزایرو دولتي خبري آژانس APS خبر ورکړی دی، چې که څه هم د ګازو دغې بټۍ ته نزدې د استوګني سیمه له یاغیانو پاکه شوې ده خو لا تر اوسه پورې هم د تیلو او ګازو د استخراج سیمه تر یوه حده پورې د یاغیانو په کنترول کې ده.

د ګازو په دغه بټۍ کې افراطي اسلامپاله یاغیانو په لسهاوو بهرنیان برمته نیولې وو او په مالي کې یې د فرانسوي ځواکونو د عملیاتو د ختمیدو غوښتنه کوله. د پنجشنبې په ورځ بیا الجزایري ځواکونو د دغو یاغیانو پر ضد عملیات په لاره واچول چې ویل کیږي په کې ډیر برمته شوي کسان هم وژل شوي دي.