1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د بې پيلوټه الوتکو لانجه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

د پاکستان پر قبائيلي سيمه باندي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه الماني سياست وال له سختو ننگونو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/14uaj
انځور: AP

د کوم وخت راهيسي چي باراک اوباما د متحده ايالاتونو ولسمشر سوی دئ، د پاکستان پر قبائيلي سيمو باندي د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي زيات والی راغلی دئ.په دغه بريدونو کي د ۲۰۰۹ کال راهيسي ۲۳۵۵ انسانان وژل سوي دي.

پاکستان هر وخت دغه خبره تکراروي:«بريدونه غېر قانوني دي او دا چي زموږ پر مځکنۍ بشپړتيا او د نړيوالو قوانينو پر ضد عمل دئ.»

پر پاکستان باندي د بې پيلوټه الوتکو څخه د کار اخيستني ستراتيژۍ، المانی سياست له سختو ننگونو سره مخامخ کړی دئ. د المان د پوهي او سياست په ټولنه کي د امريکا د څېړنيزي ډلي غړی پېټر روډولف وايي چي د دې امکان څوک نسي ردولای چي امريکايان د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي د داسي معلوماتو څخه هم کار اخلي، چي د الماني استخباراتو څخه يې تر لاسه کړي وي.

روډولف وايي چي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي په پاکستان کي دننه الماني وگړي هم وژل سوي دي.

د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر کي شل کلن المانی بينيامين د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ووژل سو. دغه ځوان پاکستان ته سفر کړی وو، چي هلته ځان و روزي او بيرته اروپا ته راسي.

اوس داسي اټکل کيږي چي د مارچ په مياشت کي دوهم المانی هم په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکي قرباني سوی دئ.

Israel Drohne Heron 1
انځور: picture alliance / dpa

د المان د ډېر شپيگل مجله ليکي چي المانی سمير په سويلي وزيرستان کي د شکمنو طالبانو سره وژل سوی دئ. د مجلې په خبره دغه ځوان د المان د آخن د ښار اوسېدونکی وو.

پيټر رودولف وايي چي، کله چي د امريکا متحده ايالتونه د ترهگرۍ په تور يو المانی وگړی وژني، نو دا د المان له پاره يوه جنجالي موضوع ده:

«په داسي يو حالت کي پوښتنه رامنځته کيږي چي ايا د يوه ملگري هيواد د استخباراتي ادارې پر ضد پلټني تر سره سي که څنگه؟ هغه په داسي حال کي چي تر اوسه پوري دا ډول پلټني نه دي تر سره سوي.»

د المان د بهرنيو چارو د وزارت يو وياند وايي چي د تير يونيم کال راهيسي المان په دې هکله پلټني کوي چي ايا د الماني وگړي بنيامين وژنه د الماني چارواکو سره تړاو لري که نه. ايا د دې معلومونه د دوی په مسئوليتونو کي راځي که څنگه:

«د دې تر څنگ دې پوښتني ته هم جواب موندل ستونزمن کار دئ چي ايا دغه پېښه د نړيوال قانون له مخي د وسله والي لانجې په حدودو کي راځي که څنگه؟ ځکه چي يوازي په داسي يو صورت کي دغه پيښي د المان د څارنوالۍ په دندو کي شاميليږي. خو د دې معنی به دا نه وي چي خامخا به په دې هکله قانوني پلټني تر سره کيږي.»

دا چي ايا نړيوال قوانين له سره د دې اجازه ورکوي چي په جگړه کي د بې پيلوټه الوتکو څخه کار واخيستل سي، يوه لانجمنه موضوع ده. د المان حکومت تر اوسه پوري د بې پيلوټه الوتکو پر ضد په څرگندونو کي د ډېر احتياط څخه کار اخيستی دئ.

د المان د کورنيو چارو د وزارت وياند څو ورځي تر مخه وويل چي دلته مهمه خبره دا ده، چي المان د خپل قانون له مخي هيڅ چا ته د داسي معلوماتو د ورکولو اجازه نه لري، چي له کبله يې هغه کس وژل کيږي.

دېنيس شټوټه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل