1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د قرآن شریف د وړیا وېشلو پر ضد نیوکې زياتې سوي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه
https://p.dw.com/p/14dwO

د المان په هيواد کي د سلفي مسلمانانو له خوا د قرآن پاک د وړیا وېشلو پر ضد نیوکې زیاتې سوي دي. په دې ترڅ کي د المان د اساسي قانون د ساتنې ځانگړې استخباراتي ادارې «فرفاسُنگ شُټڅ» د برلين د څانگې مشري کلاوډيا شميدت ويلي دي چي سلفيان غواړي د دې لاري د ځان له پاره تبليغ او د جلب کار تر سره کړي.

د المان د مسيحي سوسيال ايتلافي گوند سياستوال هانس پېټر اُل هم ورته څرگندونې کړي دي. نوموړي يوې المانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي چي سلفيان د خپلې آيډيولوژۍ له کبله بايد په اصل کي د المان د دموکراتيک او پر آزادۍ د ولاړ قانون مخاليفين ومنل سي.

په المان کي د مسلمانانو د مرکزي ټولنې وياند علي کيزيل کايا بيا ويلي دي چي په وړیا توگه د المان په سترو ښارونو کي د قرآن پاک د تقسيمولو موضوع ته تر اندازې زياته جدي بڼه ورکول کيږي. نوموړي زياته کړې ده چي د ديني متنونو وېشل د المان د قانون له مخي منع نه دئ. دا په داسي حال کي ده چي د سلفي مسلمانو ډلو ويلي دي چي غواړي په وړیا توگه د سلونو زرو قرآنونو وېش ته د المان په سترو ښارونو کي دوام ورکړي.