1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د «پيراتن» گوند پرمختگ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

په المان کي ډيری خلک له پخوانيو سياسي ګوندونو څخه ستړي شوي دي. هغوی له دغه نوي ګوند څخه چي ډيری غړي ئې ځوانان دي، ډيري تمي لري.

https://p.dw.com/p/14mj1
انځور: picture-alliance/dpa

ځکه نو په ډيرو ايالتي ټاکنو کي هغوی د بهرنيو چارو د اوسني وزير، ګيدو وسترويله د ليبرال ديموکرات له ګوند او حتی د ګروينن يا زرغون ګوند څخه هم مخکي شوي دي.

د پيراتن د ګوند د اداري چارو اوسنۍ مشري، مرينا وايس بند وويل: «موږ د يو د ۲،۰ فيصده ګوند پيسې لرو، دغه راز زموږ پروګرام او جوړښت هم له ۲ فيصده څخه زيات اهميت نه لري، خو د خلکو انتظار زموږ څخه ۱۲ فيصده دئ.»

«پيراتن»، په الماني ژبه کي د «سمندري غلو» معني لري. که څه هم د دغه ګوند د بيرغ نښان د «سمندري غلو» په څېر دئ، خو هغوی نه سمندري غله دي او نه هم د پرديو د شتمنيو د لوټولو په فکر کي دي. د پيراتن د ګوند غټ شعار په سياست او حکومتوالي کي «شفافيت» دئ.

ډيری کارپوهان وايي، چي له دغه نوي ګوند سره د خلکو خواخوږي په دې وجه زياته شوې ده چي هغوی پر نورو سياسي ګوندونو باندي په غوسه شوي دي.

د «فوراسا» په نامه د انستيتوت کارپوه، مانفرد ګيولنر وايي: «ډيری سياستوالو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دئ. خلک پر هغوی په غوسه دي، خو د پيراتن ګوند د هغوی د غوسې له پاره ځواب لري.»

د سياسي ګوندونو څيړونکي، کارل- رودولف وايي: «د سياستوالو بې اعتبارتوب د دې له پاره لاره هواره کړې ده چي خلک هغه څه ته مخه کړي چي پيراتن پر هغه باندي د شفافيت نوم ايښی دئ.» هغوی ډيري وخت خپله ډيرو ستونزو ته ځواب نه لري او اعتراف کوي چي:

«موږ پر دې يا هغي موضوع باندي اوس کوم خاص نظر نه لرو.» د نوموړي کار پوه په نظر دغسي يو دريځ پيراتن د نورو کوچنيو ګوندونو په پرتله مخکي کړي دي: «دا د هغوی دريځ او ډول دئ، چي څرنګه له هغو موضوعاتو سره چلند وکړي چي د عامو خلکو د ليوالتيا وړ دي، پرته له دې چي کوم مشخص پروګرام ولري.»

پيراتن په اوسني وخت کي نه يوازي د احتجاجي رائيو ورکونکو له پاره په زړه پوري ګوند دئ، بلکي د هغو له پاره هم چي غواړي په سياست کي يو څه بدلون رامنځ ته کړي.

دغه ګوند په ټول المان کي ۲۸ زره غړي لري. د برلين د ۲۰۱۱کال د سپتمبر د ايالتي ټاکنو څخه را په دې خوا چي پيراتن وتوانيدل ايالتي شورا ته لاره پيدا کړي، د هغوی غړي دوه برابره زيات شوي دي. دوه کاله مخکي د هغوي شمير يوازي ۱۰۰۰ تنه وو.

ددغو غړو ځيني ئې د سياسي ګوندونو د ځوانانو په سازمانونو کي ول، خو دا چي هغوی په ډير لنډ وخت کي سياسي کارونه پر غاړه اخلي او د هغو د عملي کولو له پاره ملا تړي، د ډيرو کار پوهانو په نظر د حيرانتيا خبره ده. د پيراتن د تماسونو ستره وسيله «انترنت، فيس بوک، تويتر» او داسي نور نوي پرمختللي مفاهمه يي او مخابراتي وسايل دي.

د ځينو ګوندونو حتي لوړ پوړي غړي له خپلو پخوانيو ګوندونو څخه جلا شوي او له پيراتن سره يوځای شوي دي، د هغو په جمله کي د ګروينن پخوانۍ فدرالي مشره، انګيلا بير د يادوني وړ ده. هغه اوس د المان د شليسويګ هولشتاين په ايالت کي د پيراتن ايالتي کانديده ده او وايي:

«ټول اوسني حاکم ګوندونه، د ګروينن يا زرغون ګوند په شمول، يو ډول تړلی ګوندي سيستم لري، او له لوړه د قاعدې په لور واکمني کوي. خو زموږ د پيراتن ګوند داسي نه دئ، زموږ هر څه له قاعدې څخه طرحه او ديزان کيږي، ټول بايد د ګوند د پروګرام په جوړولو کي برخه واخلي، په نورو ګوندونوکي داسي نه ده.»

د پيراتن ګوند په خپله فدرالي غونډه کي چي د شليس ويګ هولشتاين ايالت د ناميونستر په ښار کي جوړه شوې ده، ۴۱ کلن بيرند شلويمر د ګوند د مشر په توګه وټاکه. اوسنی ګوندي مشر سبستيان نيرز، د هغه مرستيال وګرځيد.

دغه راز په خپله دې غونډه کي هغوی د «ښی اړخو افراطيانو» پر ضد دريځ او په ښکاره توګه ئې اعلان وکړ چي هغوی له داسي ډلو سره سياست نه غواړي. په دې ډول پيراتن د المان فدرالي شورا ته د لار موندولو له پاره ملا وتړله تر څو د دي هيواد په فدرالي سياسيت کي ونده ولري.

شولڅ/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زیارمل