1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي سلفیان له نزدې څارل کیږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

تیره اوونۍ د المان د بن په ښار کي د سلفيانو په مظاهرو کي شاوخوا ۳۰ تنه پولیس ټپیان شول. تر دې پيښي وروسته د المان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چي له المان څخه د سلفي افراطیانو ايستل له امکان څخه لیري خبره نه ده.

https://p.dw.com/p/14sFa
انځور: picture-alliance/dpa

«موري، ته تکړه شه، زه جهاد کوم.» دا ده یوه ځوان سلفي ږغ دئ چي په یوه ویدیویي کلپ کي په انترنت کي خپور شوی دﺉ. له دې ږغ سره یو ځای د ماشومانو مړي چي پر بدن ئې د مرمیو نښانونه هم لیدل کیږي ښکاره شوي دي. دغه ویدیويي کلپ یوه سلفي چې پخوا د بن په ښار کي وو او اوس په افغانستان کي ژوند کوي په انترنت کي خپور کړی دئ.

دا په داسي حال کې ده چي د تیري شنبې په ورځ سلفیانو د المان په بن ښار کي مظاهري وکړي چي له امله ئې په رامنځ ته شوو گډوډیو کي شاوخوا ۳۰ تنه پولیس ټپیان شول. تر دې پيښي وروسته د المان د کورنیو چارو وزیر هانز پیتر فریدریش، وویل چي له المان څخه د ځینو رادیکالو سلفیانو ایستل له امکان څخه لیري نه دي. هغه زیاته کړه: «موږ دا نه شو زغملای چي زورپالوونکي سلفیان زموږ په هیواد کي سوله له گواښ سره مخامخ کړي.»

فریدریش وویل چي په المان کي ښایي څه نا څه ۴۰۰۰ سلفیان موجود وي. هغه د المان له یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کي وویل چې د دغي ډلي فعالیتونه به له نزدې تر څارني لاندي ونیول شي. هغه زیاته کړه: «ښکاره ده چې موږ کولای شو چي د قانون له مخي ځیني جنایت کاران او زور پالونکي چي د محکمې حکم ورباندي صادر شي له المان څخه وباسو. البته له یوه داسي وگړي څخه چي بل تابعت نه لري، تابعیت نه شي اخیستل کیدای. دا د اساسي قانون حکم دئ خو باید د هر وگړي دوسيه په ځانگړې توگه وڅیړل شي.»

افغانستان او پاکستان ته سفرونه

د المان استخباراتي ادارې په خپل وروستي رپوټ کي ويلي دي چي له دوو کلونو راهیسي هغه کسان چي سلفي ایدیالوژۍ لري، د پخوا په پرتله ډیر افغانستان او پاکستان ته سفر کوي.

د المان په اسنابروک پوهنتون کي د اسلام استاد روف سیلان، وایي چي سلفیان د هغه څه له پاره چي د دوی په اند اصیل اسلام دئ تبلیغ کوي. سلفیان وایي چي ۱۴۰۰ کاله مخکي د اسلام طلايي دوران وو چي د هغوی په خبره اوس مسلمانان له دغه ریښتني اسلام څخه لیري شوي دي. سلفیان له هغي دورې وروسته په دین کي هر ډول تغیر نه مني او وايي چي اصلي هدف باید د اصیل اسلام بیا پر پښو درول وي.

د سلفیانو په ډله کي یوازي څو ډلي دي چي مسلحانه جگړې ته تبلیغ کوي. روف سیلان وایي چي هر څومره چي سړی د سلفیانو په ډله کي ور دننه شي په هماغه اندازه ئې له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه له منځه ځي.

څو میاشتي کیږي چي نور نو سلفیان پر بې جنجاله تبلیغ باندي اکتفا نه کوي. تیر کال یوه انجمن چي د «جنت ته بلنه» په نوم یادیده غوښتل چي په مونشن گلدبخ کي کار وکړي خو د دې ښار اوسیدونکي په دې وتوانیدل چې تر څو میاشتو مظاهرو وروسته د دغه سازمان د فعالیتونو مخه ونیسي.

خو له ۲۰۰۵ کال راهیسي د «ریښتني دین» په نوم یوه انترنیتي پاڼه رامنځ ته شوې ده چي نه یوازي خلک د سلفیانو له ډلي سره یوځای کیدو ته را بولي، بلکي ځیني فعالیتونه هم تنظیموي. څو ورځي مخکي د دغي ویب پاڼي پلویانو د قرآن شریف الماني کتابونه د خلکو په منځ کې ویشل.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم