1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي مصنوعي القاح

۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعه

په المان کې له دېرشو کلونو راهيسي مصنوعي القاح تر سره کيږي. په لومړي سر کي دغه عمليه ډېره جنجالي وه او ډېري نيوکي ورباندي کېدلې.

https://p.dw.com/p/14Z03
انځور: Henri Fotso

اوليور د ۱۹۸۲ میلادي کال د اپريل په ۱۶مه نېټه دنيا ته راغی چې زېږېدنه ئې د حيرانتيا وړ يوه پېښه وه. دغه هلک هغه مهال د مصنوعي القاح په مرسته دنيا ته راغلی وو. مصنوعي القاح په يو شيشه يي «تېست تيوب» کې ترسره کیږي. اوليور اوس دېرش کلن دئ او د المان د اوبرفرانکن سېمې کې ژوند کوي. اوليور په نړۍ کې پنځم ماشوم وو چې د مصنوعي القاح له لارې دنيا ته راغی.

لومړی ماشوم چې د دغه تخنيک په مرسته دنيا ته راغلی ده يوه نجلۍ ده چې لويس براون نوميږي. هغه د انګلستان په اولدهم کې نړۍ ته راغلې وه. د اټکل له مخې اوس په ټوله نړۍ کې درې میليونه ماشومان د مصنوعي القاح له لارې زیږیدلي دي.

د مصنوعي القاح په تخنيک کې ډېر پرمختګ هم شوی دئ. په داسې حال کې چې پخوا ۱۵۰ زره روغ سپرمونه پکار ول خو نن يو سپرم کافي دﺉ چې د يوې ستنې په مرسته تخم يا هګۍ ته ورداخلیږي او القاح رامنځ ته کیږي.

په المان کې د مصنوعي القاح تر ټولو ډیره په ۲۰۰۳ کال کې تر سره شوې وه. یوازې په دغه کال کې دا عمليه ۱۰۶۰۰۰ وارې تر سره شوې وه. په ۲۰۱۰ کال کې د مصنوعي القاح د عمليې اختراع کوونکي برتانوي رابرت ادواردس، ته د نوبل جايزه ورکړل شوه. دا کار د محافظه کارو کړیو له نیوکو سره مخامخ شو.

پخوا داسې اندېښنې هم موجودې وې چې د مصنوعي القاح له لارې زېږېدلي ماشومان به معيوب وي، خو دغه خبره په طبي څېړنو کې غلطه ثابته شوه. هغه کسان چې د مصنوعي القاع د عمليې له لارې دنيا ته راغلي وي، پخپله په عادي ډول ماشومان راوړلای شي. دغه خبره لويس براون او د هغه خور ناتلي، پورې صدق کوي چې دواړو په عادي ډول ماشومان نړۍ ته راوړي.

آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: سید ریاض