1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي يوار بيا د افغانستان پر پوځي ماموريت باندي بحثونه روان دي

۱۳۸۹ مرداد ۷, پنجشنبه

د آلمان دسوسيال ډیموکرات په ګوند کي يوار بيا جرو بحثونه او مشاجري رامنځ ته سوي چي آیاپه افغانستان کي دي د آلمان دعسکرو ماموريت دوام پیدا کړی او که څنګه ؟

https://p.dw.com/p/OXDt
د المان د سوسيا ډيموکراټ گوند دپوځي چارو کارپوه هنس پيتر بارتيلس
د المان د سوسيا ډيموکراټ گوند دپوځي چارو کارپوه هنس پيتر بارتيلسانځور: Arne List

دسوسيال دیموکرات ګوند دپوځي چاروکار پوه Hans- Peter Bartels وايي چي دWikileaks انټرنيټي شبکې له خوا د افغانستان په هکله دپټوپوځي اسناد و د برملا کيدو مساله به د افغانستان په هکله زموږ په دريځ کي دکوم بدلون سبب نشي.

خو د آلمان په اتحادي پارلمان دسوسيال ډیموکرات د ډلي دبهرني سیاست ویاند Mütznich وايي چي د راتلونکي کال دمارچ په میاشت کي کله چي په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموریت د مودې پر اوږدولو باندي خبري کیږي، موږ به يې هغه وخت پلوي وکړو چي حکومت دافغانستان په هکله پټو اسنادوپه اړه معلومات وړاندي کړي.

موتڅنيښ وايی ، کوم عملیات چي دامریکا د متحده ايالتونو کوماندويي واحدونه يي په پټه سرته رسوي، نو دا به د منلو وړ خبره نه وي چي سړی پر واقعيتونو باندي سترګی پټي کړي او هرڅه ومني.

دسوسيال دیموکرات دبهرني سياست وياند د آلمان له حکومته څخه په دې هکله چي ويل کیږي ، په افغانستان کي دطالبانو مشران په نښه کیږی او بیا وژل کيږی ، زيات توضيحات او معلو مات غوښتي دي.

یا دآلمان دسوسیال ديموکرات دپارلمانی ډلي يو بل غړي د Kölner Stadt Anzeiger د ورځپاڼۍ سره به مرکه کي وايي چي په افغانستان کي د آلماني عسکرو د ماموریت د مودې دبيا اوږدولو څخه مخکي بايد ډیرو پوښتنو ته ځواب وويل سي.

خو ددغه ټولو خبرو او مشاجرو سره سره بياهم څنګه چي د آلمان دسوسيال دیموکرات دګوند دمديره هيت غړي Jens Bullerjahn وايي دا به له امکانه څخه ليري خبره وي چي نن سبا به په افغانستان کي د آلماني عسکرو ماموريت ته دپاي ټکي کيښودل سي.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل