1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې د «زوړ پوځي» د یادون ورځ

۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعه

د المان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر غوښتي دي چې المان دې یوه ورځ د خپلو هغو درې سوو زرو سرتیرو له پاره وټاکې چې دغه هیواد څخه ئې بهر په ماموریتونو کې ګډون کړی دئ.

https://p.dw.com/p/14Yxl
انځور: picture-alliance/dpa

د «ویتران» یا زړو پوځیانو له پاره د یادون یوه ورځ یا د هغو له خدمومتونو او سرښندونو څخه یادون د نړی په ډیرو نورو هیوادونو کی یو عادي خبره ده خو له دوهمی نړیوالې جګړې وروسته د المان د پوځ په تاریخ کی د دغې ورځې د رامنځ ته کیدو غوښته یو نوی بدلون دئ.

د المان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، په یوه لیکل شوې بحث کې دا خبره عنوان کړې ده او ویلي ئې دي: «اوس هغه وخت رسیدلی دئ چې د پوځ د زړو منسوبینو پر موضوع باندې یو رښتینی او آزاد بحث وشي. که څه هم په المان کې دا بحث نوی دئ.»

رښتیا خبره هم دا ده چې په دې موضوع کې آلمان د خپلو نورو متحدینو په پرتله بیرته پاته دئ. هغوی په ویاړ سره د خپل پوځ د پخوانیو غړو پالنه کوي. د آلمان ډیری سرتیري دا ګیله لري چي آلماني ټولنه د هغوی سرښندنو او خدمتوتو ته پام نه اړوي.

د سرتیرو خدمت ته درناوی

د دغې درناوي یوه ښه بیلگه کیدای شي چې دا وي چې د هغو څه د پاسه درې سوو زرو سرتیرو له پاره چې په بهرنیو ماموریتونو کې ئې خدمتونه کړي دي د کال یوه ورځ د «یادون» په توګه وټاکله شي. دغه وړاندیز نه یواځي د پوځ بلکه د المان په ډیرو سیاسي کړیو کې هم له هرکلي سره مخامخ شوی دئ.

خو دا چې د کال کومه ورځ د دغه کار له پاره ځانگړي شي په اړه ئې هڅې روانې دي. د «ولس د ویر ورځ» چی د دفاع وزیر له خوا ئې وړاندیز وشو چی د «پوځ د پخوانیو منسوبین د یادون د ورځي» په توګه ونومول شي ډیر زیات له هرکلي سره مخامخ نه شوه. دغه ورځ په نومبر کې المان د دوهمې نړیوالې جګړې د قربانیانو د یادون له پاره لمانځي.

یو بل وړاندیز د اپریل دوهمه ورځ ده ځکه په دغه ورځ په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې درې آلماني سرتیري ووژل شول او اوس په المان کې دغه ورځ د «شوارڅن کارفرایتګ» یا د «توری جمعې ورځ» په نامه هم بلل شوې ده. د دغې ورځې وړاندیز د پوځ د چارو له پاره د فدرالې شورا یا بوندستګ مسئول هلموت کوینیګز هاوز، کړی دئ. هغه د پوځ د پخوانیو یا زړو منسوبینو د یادون له پاره د یوې بلې ورځې ټاکل یو «زیاتی شی» بولي.

د دفاع وزیر دیمیزیر، اوس د یوې بلې ورځ وړاندیز کړی دئ چې د مې ۲۲ نیټه ده. دا په دې وجه چې په همدې ورځې په ۱۹۵۶ کال کې د المان د فدرالې پوځ د جوړښت له پاره د قانوني بنسټ ډبره کیښودله شوه. وروسته له دوهمی نړیوالې جګړې د المان پوځ منحل شو. د ۱۹۵۰ لسیزې په نیمایي کې د جګړې فاتحینو د المان نوي فدرالي جمهوریت ته اجازه ورکړه چې خپل نوی ملي پوځ جوړ کړي. دا هغه زمانه وه چې د لویدیځ او ختیځ ترمنځ سړه جګړه پیل شوه. د آلمان د پوځ په رښتیني جوړښت کې نوموړې نیټې کوم مهم نقش نه دئ لوبولی.

د آلمان د سوسیال دیموکرات د ګوند د پوځي چارو کارپوه راینر ارنولد، د دفاع وزیر په دې وړاندیزی باندې نیوکه لری:

«که چیرې یواځې هسې یوه ورځ وې چې د یادون له نورو ورځو سره همردیفه شي نو دا له اصلي موضوع سره سمون نه لري.»

د المان د پوځ د پخوانیو منسوبینو د ټولنې مشر اندریاز تیمر من لیواناس، د یادون د ورځې د نومولو په هکله وایي: «د مې ۲۲مه نسبت هغې نیټې ته غوره ده چې په افغانستان کې په الماني پوځ برید وشو.»

«ویتران» یا زوړ سرتيری څوک دئ؟

د پخوانیو پوځیانو یا سرتیرو له پاره د یادون د ورځې په بحثونو کې تل دا پوښتنه عنوان کیږي چې «ویتران» یا زوړ سرتیری په آلمان کې څوک دئ؟ ایا دا یواځې هغه سرتیري دي چې په بهرنیو ماموریتونو کې ئې ګډون کړی دئ، که ټول هغو کسان چې په پوځ کې ئې خدمت کړی دئ او یا هم د پوځ زاړه منسوبین؟

له تاریخي لحاظه په المان کې «ویتران» یا «زوړ سرتیری» سابقه نه لري. د دوهمې نړیوالې جګړې د «زړو سرتیرو» د یادون له پاره هسې کومه ورځ نه شته لکه چې په امریکا او یا فرانسه کې شته. وروسته له دوهمې نړیوالې جګړې المان په جګړه ییزو عملیاتو کی ګډون نه دئ کړی.

یواځي په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان د ماموریت په چوکاټ کې المانی پوځ هم په نښتو او جګړو کې ښکيل شوی دئ. هغوی په دې جګړه کې قربانۍ ورکړي دي، ځینې ئې ټپیان شوي دي او ځینې نور ئې له روحي لحاظه تاواني شوي دي. د دغې جګړې المانې سرتیري ځانونه «ویتران» یا د «جګړی سابقه لرونکي» بولي. هغوی د ۲۰۱۰ کال په اګست کې یوه ټولنه هم جوړه کړه.

د آلمان د پوځ د صنفی اتحادیې د مشر اولریش کیرش، په نظر دا چې څوک «ویتران» یا « زوړ سرتیری» دئ او څوک نه دئ دا بحث ښایي دیر وخت دوام پیدا کړي. خو د المان د دفاع وزیر دیمیزیر، وایي چې په دې بحث کې مهمه خبره دا ده چې د ویتران موقف د لرلو یا نه لرلو سره په وسلوال پوځ کې د ستریرو د تقسیم بندي مخه باید ونیوله شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش