1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې پر مسلمانانو روژه څنگه تیریږي؟

۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعه

نن د افغانستان په گډون په یو شمیر اسلامي هیوادونو کې د روژې د میاشتې لومړۍ ورځ ده. په المان کې شاوخوا څلور میلیونه مسلمانان اوسیږي او نن «جمعه د جولایي ۲۰» هم په دې هیواد کې د روژې د لومړۍ ورځې په توگه ولمانځل شوه.

https://p.dw.com/p/15boI
انځور: AP

سږکال به په المان کې د ورځو د اوږدېدو له کبله مسلمانان اتلس ساعته روژه نیسي چې دا کار د ځوانانو له پاره تر یوه چیلنج کم نه دئ. هغه څوک چې وخت او پیسې لري کولای سي روژه په یوه اسلامي هیواد کې تېره کړي. خو هغه مسلمانان به څه کوي چې دلته په سختو او شاقه کارونو اخته دي.

په اوسني وخت کې په المان کې هوا ګرمه ده او سړې ډير ژر تږی کیږي. عم عزیز، چې ۳۳ کلنه ده، د ۱۵ کلونو راهیسي دلته ژوند کوي. هغه وایي چې په اول سر کې ئې روژې په آسانۍ سره نیولې خو اوس کال په کال ورځي اوږدیږي او ورسره د روژې نیول هم سختیږي:

«سږکال به روژه ډیره سخته وي. زه باید ټول کارونه سرته ورسوم. د کوچنیانو غم وخورم، په سودا پسې ولاړه سم، او کار وکړم. په روژه کې زیاتره مسلمانان په رستورانو کې روژه ماتوي، نو زه باید د هغوی د روژه ماتی له پاره خاص خواړه برابر کړم. زموږ اکثره مشتریان عربان دي او غواړي روژه دلته ماته کړي.»

خو عمر حیدر، چی په یوه رستورانت کې کار کوي وایې چې د ده له پاره به سخته وي چې روژه ونیسي، ځکه چې هغه باید ټوله ورځ په رستورانت کې د ډوډۍ خوند وڅکي. د هغه په وینا د دغه کار اعتماد پر بل چا نه سي کولای.
له بلې خوا په غیر اسلامي هیوادونو کې د روژې نیول آسانه کار هم نه دئ. دلته د نورو په مقایسه مسلمانان ډیر کم دي. ټوله ورځ رستورانونه خلاص وي، هرې خوا ته خواړه چالان وي. خو په اسلامي هیوادونو کې بیا برعکس ټول خلک روژه وي او پخپله د روژې دغه فضا هم خوند کوي. یعنې سړی ځان یوازې نه احساسوي. حتی هغه المانان چې مسلمانان سوي دي هم غواړي دغه میاشت په اسلامي هیوادونو کې تېره کړي.

په المان کې د اسلامي کلتوري مرکز څخه امام ایرول پیرليو، وایي چی په اسلام کې هم ځیني استثنات موجود دي. هغه زیاتوي هغه مسلمانان چې سخت صحي مشکلات او یا نور معذرتونه لري، مجبوره نه دي چې روژه ونیسي:

«په اسلام کې راغلي دي چې هغه عبادتونه چې د یوه مسلمان تر وس تېر وي او سر ته ئې نه سي رسولای، مجبوره نه دئ چې هغه وکړي. د بیلگې په توگه په قرآن شریف کې راغلي دي چې هغه څوک چې په سفر کې وي او یا هم ناجوړه وي، پر هغوی روژه نه کیږي. همدارنګه د امیدوارو ښځو له پاره هم ځیني مقررات موجود دي.»

خو دغه ډول کسان بیا کولای سي بې وزلو ته د خیرات په ورکولو سره خپله روژه ادا کړي
.
په مسلمانو کورنیو کې کوچنیانو ته د بیلگې په توگه ویل کیږي چې یوازې تر غرمې پوری روژه ونیسي. بیا نو سړی کولای سي چې دغه وخت د هغوی له پاره اوږد کړي تر څو له روژې سره عادت شي. کوچنیان په دغه کار ډېر خوشحالیږي او وروسته بیا د اختر په ورځو کې د لویانو تر څنګ دوی هم ویاړي چې روژې ئې نیولې دي.
امام پیرلیو وایې چې روژه یوازې د خدای عبادت نه دئ بلکی سړی پر ځان باندې د لوږې د تیرولو په نتیجه کې له بیوزلو سره همدردي پیدا کوي.

هومل اولریکه / گل غوټی پوپل
کتونکی: سید ریاض