1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په الیپو کی سخته جګړه روانه ده

۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15hZi

د سوریې په جنګ ځپلي ښار الیپو کې وار په وار د خلکو بشري حالت له سخت ناورین سره مخامخ کیږي. په دغه ښار کې له څلورو ورځو راهیسي د حکومتي ځواکونو او پاڅون کوونکو تر منځ سختې نښتی روانې دي.

په دې ترڅ کې په سلهاو کسان له دغه ځای څخه تيښتې ته مجبوره سوي دي او یا هم په خپلو کورونو کې بند پاتې دي. د ملګرو ملتونو په حواله په دغه هیواد کی لږ تر لږه دوه میلیونه انسانان له جگړو او زورزیاتیو څخه زوریږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، په سیمه کې د کورنۍ مذهبي شخړو له رامنځ ته کیدو څخه خبرداری ورکړی دئ. ملګري ملتونه اوس غواړي چې د سوریې په هکله د یوه نوې پریکړه لیک د مسودې په اړه سلا مشورې وکړي.