1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ال سلوادور کي قدرت يوه کيڼ لاسي اخيستی دی

۱۳۸۷ اسفند ۲۶, دوشنبه

د 2009 ميلادي کال دمارچ دمياشتي د 15 نيټې د جمهوري رياست په انتخاباتو کي په ال سلوادور کي د اولي پلا دپاره منځ پلوه کيڼ لاسي سياست مدار

https://p.dw.com/p/HDLL
موريسيو فونس چه پخوا يو ژورنالسټ ؤ،اوس د السلوادور د جمهوررييس په حيث انتخاب سو
موريسيو فونس چه پخوا يو ژورنالسټ ؤ،اوس د السلوادور د جمهوررييس په حيث انتخاب سوانځور: AP

موريسيو فونس - Mauricio Funes دغه انتخابات په قاطع اکثريت سره ګټلي دي .

دپخوانيو پارتيزانانو دغه بری نه يوازي دجمهوري رياست په انتخاباتو کي بری دی ، بلکي په دغه هيواد کي يولوی تاريخي چرخش هم بلل کيږي .او ښايي په دغه بري سره هغه کورنۍ جګړه په قطعي ډول پای ته ورسيږي ، چي تر اوسه لږ تر لږه 75000 انسانان پکښي وژل سوي او نور ډير تاوانونه يي هم دغه هيواد ته رسولي دي . که څه هم چي په دغه هيواد کي دسولي تړون په 1992 ميلادي کال کي لاس ليک سوي ؤ او ددغه تړون په لاسليک کيدلو سره توده جګړه سړه شوې وه ، خو بياهم د ال سلوادور په کورنيو جګړو کي دښکيلو سياسي ګوندونو تر منځ سياسي ناندرۍ لا رواني وې . په يوه خواکي د « ارينا » په نامه دال سلوادور ښی لاسي ګوند دی . ددغه ګوند پر تاداو ايښونکي مشر باندي داتور هم لګول کيږي چه دالسلوادور دنامتو کشيش Oscar Romero په وژلوکي ښايي لاس ولري . او په بله خواکي د FMLN په نامه مارکسيسټان يا دپارتيزانانو پخوانۍ ډله ده چي دوی هم اوس يو ګوند جوړ کړی او مشر يي خبر يال موريسيو فونس- Mouricio Funes نوميږي . دوی تر 20 کالو وروسته دلمړي ځل دپاره پر دې بريالي سول ،چي دډيموکراتيکو انتخاباتود لاري دارينا ښي لاس ګوند ته ماته ورکړي او د جمهوري رياست انتخابات وګټي .

نوي جمهوررييس وويل چي ،

« نن شپه بايد موږ دهغه اميدونواو پخلايني احساس ولرو چي هغه وخت يې دسولي دتړون امکانات رامنځ ته کړل او نن مونږ دسولي يو نوی تړون لاس ليک کړيدی . او زه په دې کي هيڅ شک نلرم چي نن ورځ بری دهغه ولس په برخه سوی دی چي دوي هيڅ کله ندي نااميده سوي ،او هيڅ کله دوی ته دا بيره نده پيدا شوې چي دوی به خپل هدف ته نه رسيږي .»

که څه هم چي دارينا ښي لاسي ګونددالسلوادور دجمهوري رياست دانتخابات په جريان کښي دا هڅه کړې چي په خلکو کي بيره واچوي چي که چيري کيڼ لاسي راسي نو دوی به خپل دکار ځايونه له لاسه ورکړي ، دوی به په هيواد کي يو کمونستي نظام نافذ کړي يا داچي دلته به دفيدل کاسترو يا دهوګو چاويز په شان يو نظام راسي ، او داسي نوري آوازي . خو Mauricio Funes تل داخبره خلکو ته روښانه کړې ده ،چي دی نه دهوګو چاويس په ډول يو سوسياليستي نظام په ال سلوادور کي غواړي او نه دکيو با په ډول . دی وايي چي موږ به په ال سلوادور کي دبرازيل د جمهوررييس Lula da Silva دتجربو څخه ډيرکار واخلو .

په ال سلوادور کي دمنځ پلوه کيڼ لاسو دګوند دبري څخه وروسته او س لکه څنګه چي ليدل کيږي ، په مرکزي امريکا کي دسوسيال ډيمو کراتانو او سوسيالسټانو پله ورځ په ورځ درنيږي .

په لاتينه امريکا کي د کولمبيا ، پيرو ، او مکسيکو تر څنګ ال سلوادور دامريکا دمتحده ايالتونو دملګرو هيوادو څخه بلل کيدل . او په دغه سيمه کي ال سلوادور يوازنی هيواد ؤ چي حتي عراق ته يي دامريکي دمتحده ايالتونو په پلوۍ خپل عسکر استولي وه .خو دال سلوادو رنوي جمهوررييس Mouricio Funes داخبره هم جوته کړيده چي د واشنګتن سره به خپل نژدې اړيکي ساتي . دی په دې اړه وايي ،

«زه به يو خپلواک خارجي سياست تعقيب کړم . او زه به هغه سياسي لار انتخاب کړم چي په هغه کي دال سلوادور ملي ګټي وي . زمونږ خارجي سياست به هم دمرکزي امريکا ديووالي او هم به دامريکې دمتحده ايالتونو سره دښو اړيکو دپاللو پر بنسټونو باندي ولاړ وي . »

خو دال سلوادو ر يو پر دريمه برخه انسانان دامريکا په متحده ايالتونو کي ژوند او کار کوي، او دوی هر کال د 3,7 ملياردو ډالرو په اندازه پيسي ال سلوادور ته ليږي .

موريسيو فونس به يوازي 5 کاله وخت ولري چي په ال سلوادورکي خپل ټولنيز پلانونه عملي کړي . دی به په ال سلوادور کي د جون دمياشي په لمړۍ نيټه په کار پيل وکړي ،چي دا يو ډير خراب وخت دی . ځکه چه په نړۍ کي روان مالي او اقتصادي بحران دال سلوادور پر اقتصادي او اجتماعي ژوندانه باندي هم ډيره اغيزه کړې ده ، او دخارج څخه هم لکه دپخوا په شان پيسي نه راځي .

کاستريتوس / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري