1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پرستراتيژۍ باندي نوي مشاجرې

۱۳۸۸ مهر ۱, چهارشنبه

نيويارک ټایمز لیکي، چي د امریکاپه متحده ایالتونوکي بيا د القاعدې د نړيوال اسلامي تروريستي سازمان او په افغانستان کي د طالبانو د شبکې پرضد دمبارزي دپاره ديوي سمي ستراتيژي په هکله نوی جروبحثونه او مشاجرې پيل سوي دي...

https://p.dw.com/p/JnRU
د امریکا د متحده ایالتونو د جمهوري ریاست مرستیال بايدن د مخه هم څو څو واري دا خبره جوته کړې، چي امریکايان ددې پرځای چي يو ډالر په پاکستان کي ولګوي ، 30 ډالره په افغانستان کي لګوي.
د امریکا د متحده ایالتونو د جمهوري ریاست مرستیال بايدن د مخه هم څو څو واري دا خبره جوته کړې، چي امریکايان ددې پرځای چي يو ډالر په پاکستان کي ولګوي ، 30 ډالره په افغانستان کي لګوي.انځور: AP

په خبرکي داسي راغلي دي، چي د امریکا د متحده ایالتونو د جمهوري ریاست مرستیال جيو بايدن بیاپخپل دې وړاندیز باندي ټینګار ولري، چي وايي بايدپه راتلونکي کي ددې پر ځای، چي د طالبانو پر ضد جګړې ته زور ورکړه سي،هڅه وشي چي په سیمه کي د القاعدې دنړیوال اسلامي تروريستي شبکې ريښې له منځه يوړل شي. چي په دې صورت کي بايد د امریکاد متحده ایالتونو د عملیاتو لمن د افغانستان پر ځای په پاکستان کي پراختیاپيداکړي.

د امریکا د متحده ایالتونو د جمهوري ریاست مرستیال بايدن د مخه هم څو څو واري دا خبره جوته کړې، چي امریکايان ددې پرځای چي يو ډالر په پاکستان کي ولګوي ، 30 ډالره په افغانستان کي لګوي.

بايدن وايي، چي د امریکا د متحده ايالاتو د امنيت دپاره اصلي خطرله پاکستان څخه متوجه دی نه له افغانستان څخه. خو د امریکاد متحده ایالاتوجمهورريس بارک اوباما د همدې روان ميلادي کال د مارچ په مياشت کي د بايدن پلان ردکړي و. خو داچي اوس بیا دغه پلان د مشورتي خبرو په آجندا کي نیول شوي، ښايي په امریکا کي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په هکله ديوې نوي ستراتيژۍ د خبرو يوه برخه وي.

د تيري دوشنبې په ورځ په افغانستان کي د ناټو ځواکونو امریکايي ستر قوماندان جنرال ستينلي ميک کريسټال په يوه رپوټ کي په جدي ډول سره ددې غوښتنه کړې وه، چي بايد د امریکامتحده ايالتونه او د ناټو نور غړي هیوادنه افغانستان ته ډير ژر لږ ترلږه له 30000 څخه تر 40000 پوري نور عسکر واستوي او پر يوې نوي پوځي ستراتيژي باندي فکر وشي،که نه ددې خطر شته چي د طالبانو پر ضد په جګړه کي ناټو پاته راشي.

خوجمهورريس بارک اوباما د جنرال ميک کريسټال ددې غوښتني په مقابل کي ويلي چي په لومړي سر کي دی غواړي پخپل هغه ستراتيژي باندي چي دمارچ په میاشت کي پري خبري شوي وي، فکر وکړی او د افغانستان حالات په ژوره توګه وڅیړي او بيا یوه پریکړه وکړي. داسي هم ويل شوي چي د افغانستان او پاکستان د حالاتو په هکله دوه پټي استخباراتي څيړني هم رواني دي.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل