1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د قرآن سوځولو پلان و غندل سو

۱۳۸۹ شهریور ۱۷, چهارشنبه

د امريکا په متحده ايالاتو کي د ټولو اديانو استازو د مسلمانانو پر ضد دښمني په کلکه توګه وغندله او د زغم او يو بل سره د ورورګلوی او د سوليز ژوند لپاره يې ږغ پورته کړی.

https://p.dw.com/p/P6ot
د امريکا حکومت رسمي دغه پلان غندلی دی
د امريکا حکومت رسمي دغه پلان غندلی دیانځور: AP

د بيلابيلو اديانو مشران د« دشمالي امريکا د اسلامي ټولني» په بلنه پرون په واشنګتن کي سره راټول سول. هغوی د متحده ايالاتو د خلکو د يوي برخي په منځ او په رسنيو کي د مسلمانانو- ضد احساساتو په هکله انديښنه وښودله.

د مسلمانانو ضد احساسات او په دي موضوع باندي بحثونه د نړيوال تجارتي مرکز په ټاټوبي کي د يو جومات او د مسلمانو د د راټوليدو د يو مرکز د جوړيدو پلان راوپاراوه. سره بيره پر دي په فلوريدا کي د يو مسيحي جماعت يو ملا اعلان وکړ چي ګواکي غواړي د سپتمبر په يولسمه د ريدکالواسلام پالونکو پر ضد د احتجاج په توګه د مسلمانو آسماني کتاب قرآن ته اور واچوي.

د شمالي امريکا اسلامي ټولني په بلنه د بيلابيلو دينونو30 استازو په خپله غونډه کي څرګنده کړه چي د هغوي د دي جرګي هدف دا نه دی چي د نړيوال تجارتي مرکز په ټاټوبی کي يو جومات جوړ شي که نه شي، بلکه د هغوي راټوليدل دلته په بشپړه توګه د يوبل هدف لپاره دي.

افريقايي نسبه امريکايي مسيحي ملا،Gerald Durley د بيلا بيلو اديانو پریکړه ولوستله چی په هغی کی داسی راغلی دی:

«په دغه ستر هيواد کي د ديني مشرانو په توګه مونږ په پلازمينه واشنګتن سره ټول شو ترڅو په مطلقا توګه هغه څه وغندو چي يو څوک پر یو دين ملنډي وهي يا ورته سپکاوي کوي او يا د هغه په نسبت زغم نه لري، خصوصا هغه څه چي په امريکا کي د مسلمانانو د جماعتونو پر ضد عنوانيږي.»

په داسي حال کي چي په نيويارک کی „Ground-Zero“نومي ټاټوبی ته نژدي د يو جومات ودانول ځينو ته د ديني آزادي يو نښانه او د کلتوري راشه درشه لپاره لاره پرانیځي، د هغه مخالفين دا د سپتامبر د يولسمي پيښي قربانيانو ته یونه درناوي او حتي سپکاوي ګڼي.

دغه مخالفين ادعا کوي چي ګواکي د يو داسي جومات جوړول هغه يو مرکز ته لاره پرانيستله کيږي، چي ښایی بيا تروريستان راټول سي. په همدي وجه د دي جومات له جوړولو سره د مخالفت لمن پراخه شوه او وار په وار يي قهرجنه بڼه پيدا کړه.

په فلوريدا کي يو مسيحي ملا راولاړ سو او اعلان يي وکړ چي د ريدکالو مسلمانانو پر ضد د احتجاج په توګه د سپتمبر پر يولسمه به د مسلمانانو آسماني کتاب قرآن ته اور واچوي.

خو د هغه دغه قصد په امريکا متحده ايالاتو کي د بيلابيلو ديني مشرانو او روحاني شخصيتونو له خوا په کلکه وغندل سو.

د متحده ايالاتو د يهوديانو د يو جماعت ملا Rabbi David Saperstein وويل:

«موږ دا ښه درک کولای سو چي دا څه معني لري کله چي انسانان راولاړيږي په کلماتو او الفاظو سره پر چا حمله کوي او نور چپ پاتي کيږي.»

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هیلري کلینټن پرون ماښام په خپل وزارت کي له مسلمانان سره په يو ګډ روژه مات کي برخه واخيستله او په خپله وينا کي يي د قرآن سوځولو بحث ته ګوته ونيوله او په څرګندو الفاظو يې دا « د نه درناوي وړ او يو شرمونکي عمل» په توګه وغانده. هغه وویل:«ديني آزادي زموږ د ولس د زيږيدو په تاريخ کي ريښه لري او د هغه خوندي ساتل زموږ مکلفيت دی.ډير خلک پوهيږي چي جورج واشنګتن په 1790 کال کي د Rhode په ټاپو کي په يوی کنیسه کي ليکلي دي:«دا هيواد به هيڅکله ديني تعصب ته اجازه ور نه کړي او نه به اجازه ورکړي چي څوک د خپلی ديني عقيدي په خاطر تر څارني لاندي ونيول شي.»

Bergmann/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل