1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي پر پوليسو باندي د تبر يرغل سوی دی

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آبان ۲, جمعه

په نيويارک کي يوه نامعلوم کس پر پوليسو باندي په تبر سره حمله کړې ده او دوه تنه ئې سخت ټپيان کړي دي. يو بل پوليس بيا يرغل کوونکی ويشتلی او وژلی دی. په پيښه کي يوه ښځه هم سخته ټپي سوې ده.

https://p.dw.com/p/1DbZw
انځور: picture-alliance/AP Photo/New York Police Department

دغه پيښه د نيويارک ښار په «Queens» سيمه کي رامنځ ته سوې ده. په دغه سيمه کي يوې څارونکي کامرې داسي صحنه عکاسي کړې ده چي ښيي يو نفر چي نژدې ۳۰ کلن او خولۍ ئې پر سره ده پر پوليسو باندي په تبر سره حمله کوي.

په دغه حمله کي يو ۲۵ کلن پوليس پر سر په تبر وهل کيږي چي اوس ئې ژوندي پاتېدل له گواښ سره مخامخ دي او يو بل سخت ټپي کيږي.

د پيښي په ځای کي دوو نورو پوليسو بيا پر يرغل کوونکي باندي فيرونه کړي دي او هغه ئې ويشتلی دئ. په دغو فيرونو کي د پيښي له ځايه ليري پر يوې پلي ښځي باندي هم مرمۍ لگېدلې او ټپي سوې ده. د دغي ۲۹ کلني ښځي روغتيايي حالت بحراني ښوول سوی دئ.

د دغه جرم او جنايت دليل تر اوسه پوري روښانه نه دئ، خو پلټونکي د يوه تروريستي عمل امکان نه ردوي. د نيويارک د پوليسو وياند ويلي دي چي د يرغل کوونکي هويت تر اوسه پوري مشخص سوی نه دئ.

د نيويارک پيښه هم له هغه يرغل سره شباهات لري چي دوې ورځي د مخه د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کي يوه يرغل کوونکي لومړی د ملي جنگ له ياگار ځای سره يو پيردار وواژه او تر هغه ورسته د پارلمان ودانۍ ته ننوت او هلته ئې پر امنيتي کسانو باندي فيرونه وکړل چي لږ وروسته د فيرونو په تبادله کي ووژل سو.

دغه يرغل کوونکي پلان لاره چي په سوريه کي له «اسلامي دولت» ډلي سره يو ځای سي.

د کاناډا د پوليسو په خبره دغه ۳۲ کلن چي ډير لږ وخت دمخه اسلام ته اوښتی وو د اکتوبر مياشتي له لومړيو څخه په پلازمېنه کي له پاسپورت اخيستلو څخه راگرځول سوی وو. د پوليسو مشر بوب پاولوس ويلي دي: «هغه غوښتل چي سوريې ته سفر وکړي.»