1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي ۴۰ ميليونه چرگي تبا سوي دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲, شنبه

په امريکا کي د چرگانو له والگي سره په مبارزه کي ۴۰ ميليونه چرگي او نور کورني مرغان تبا سوي دي. د دغه هيواد د کرهڼي وزارت د معلوماتو له مخي په روانه اونۍ کي ۳۹ ميليونه مرغان H5N2 وايروس اغېزمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/1FVOo
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا متحدو ايالاتو د صنعتي سرچينو په حواله اوس په دغه هیواد کي د مرغانو د ساري ناورغۍ له کبله د چرگو د هگويو بيه ۸۰ سلنه لوړه سوې ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله يوازي په آيووا ايالت کي چي تر ټولو ډېري هگۍ پکښې توليديږي، ۲۵ ميليونه حيوانات وژل سوي دي. د وژل سوو حيواناتو ډېري ئې هگي اچونکي چرگي دي. د حيواناتو دغه شان له منځه وړل بې ساري دي.

د آيووا ايالت د کرهڼي وزير بيل نورتي، ويلي دي چي «د دغي ساري ناروغۍ د مخنيوي له پاره بايد موږ ټول اړين گامونه واخلو.» هغه د پنجشنبې په ورځ له هغه وروسته چي په ۶۳ چرگانو کي د دغي ساري ناروغۍ (د چرگانو والگي) نخښي نښانې وليدل سوې د مرغانو خرڅلاو بند کړ.

د چرگانو د والگي يوه نوې خطرناکه بڼه په لومړي وار تيرکال په واشنگټن ايالت کي راښکاره سوه چي اټکل کيږي له وحشي حيواناتو څخه به لېږدېدلې وي. ويل کيږي چي په دغه وخت کي د چرگانو د والگي دغي ساري ناروغي د امريکا ۱۵ ايالتونه او د کاناډا د بريتيش کلمبيا او انتاريو ولايتونه اغېزمن کړي دي. ويل کيږي چي پر هگيو سربيره د فيل مرغ د غوښو بيه هم لوړه سوې ده.

ويل کيږي چي که چيري د دغي ساري ناورغۍ پيښي لږ هم سي، داسي نه ښکاري چي بيي دي ډېر ژر راکښته سي. د کارپوهانو په اند که څه هم توده هوا دغه وايروس ته د ژوند کولو چانس نه ورکوي، خو ډېر وخت غواړي چي د دغه تبا سوو مرغانو ځای ډک سي.

بازار ته د چرگانو د غوښو او هگيو د وړاندي کولو کمښت به د روان کال تر پايه پوري ادامه ولري.