په امریکا کي څلور کسه وژل سوي دي
۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبهاعلان
د امريکا متحده آيالاتو په کولورادو آيالت کې د يرغمل نيونې په يوه پېښه کې د عامل په شمول ۴ انسانان وژل شوي دي. يرغمل نيونکي د ناڅرګندو وجوهاتو له مخې څلور انسانان برمته کړي ول او په خپل کور کې ورسره پټ شوی و. دغه خبر امريکايي رسنيو د پوليسو د معلوماتو له مخې ورکړی دی. يوه برمته شوي کس وکولای شول چې وتښتي او پوليسو ته خبر ورکړي. په کور باندې د بريد کولو په ترڅ کې پوليسو مشکوک عامل په ډزو وويشت او درې مړي يې وموندل. پېښه د «آورورا» په نوم ښار کې رامنځته شوه چېري چې يوه سړي په تېر دوبي کې د نوي «بېټ مېن» فلم په لومړۍ ننداره کې۱۲ انسانان په ډزو وژلي او ۵۸ نور ژوبل کړي ول.