1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د افغان ژباړونکي هرکلی

۱۳۹۵ بهمن ۲۱, پنجشنبه

یوه امریکایي سرتیري په خپل هیواد کې د خپل افغان ژباړونکي هرکلی وکړ. هغه د دغه ژباړونکي د ټیکټ پیسې هم ورکړې دي چې هغه ژر تر ژره امریکا ته راورسیږي.

https://p.dw.com/p/2XCrf
Flughafen Frankfurt am Main Sicherheitskontrolle
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

کپتان متیو بال د سنفرانسیسکو په هوایي ډګر کې خپل افغان ژباړونکي له لیدو سره د هغه نوم په لوړ غږ واخیست: «قسمت!»

دا د ویزې تر لاسه کولو په موخه تر یوه کال هڅو وروسته امریکا متحد, ایالاتو ته د افغان ژباړونکي قسمت امین، سفر وو. بال د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته وویل: «زه ډیر خوشحاله یم. زه ډیر ښه احساس لرم. خوشحاله یم چې دی وینم. ډیر احساساتي یم. هغه راورسید. ډیر وخت وروسته مې ولید.»

دغه افغان ژباړونکي شاوخوا څلور کاله انتظار ويست چې امریکا ته خپله ویزه ترلاسه کړي. هغه په خپل هیواد کې له امریکایي ځواکونو سره د کار په سبب له ګواښ سره مخامخ وو.

قسمت دوه ورځې تر هغه وروسته خپله ویزه ترلاسه کړه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، یو داسې اجرایي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې د شپږو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو پر وګرو باندي امریکا ته د سفر بندیز ولګول شو.

افغانستان د ولسمشر ترمپ په فرمان کې شامل نه وو، خو امریکایي چارواکو د فرمان تر صادریدو لږ وروسته وویل چې کیدای شي په هغه کې نور هیوادونه هم شامل شي. د ترمپ دغه فرمان اوس یوې محکمې په موقتي توګه ځنډول شوی دی.

بال د امین له پاره له سن فرانسسکو څخه په ۱۰۰۰ ډالره ټکت رانيوی چې خپل ژباړونکي ژر تر ژره امریکا ته ورسي. امین وایي چې امریکا ته تر رسیدو مخکې دی یو څه ناآرامه وو ځکه ویره یې لرله چې هرکلی به یې و نه شي، خو هغه په هوایي ډګر کې له دغو شعارونو سره مخامخ شو: «امریکا ته ښه راغلې! خپل کور ته ښه راغلې!»

هغه وویل: «زه نه پوهیږم چې څه ووایم. ما خپل کلمات هیر کړي. که رښتیا ووایم نو دې زه لا پیاوړی کړی یم. دا چې خلکو زما له پاره شعارونه لیکلي دي، ما ته دا احساس راکوي چې زه یوه لویه کورنۍ لرم. زه په افغانستان کې هم لویه کورنۍ لرم. خو دلته مې تر هغه چې تمه کوله لویه کورنۍ ومونده.»

بال چې اوس په ستنفورد پوهنتون کې حقوق لولي، له خپلو یو شمیر ملګرو سره ګانګرس ته لیکونه واستول او له هغوی یې وپوښتل چې ولې د امین د ویزې چاري دومره ډیره موده نیسي. د امریکا د کډوالو اداره وایي چې همدا اوس ۱۳۰۰۰ افغانان او کورنۍ یې امریکا ته د ویزو په تمه دي.

د امریکا کانګرس په دسمبر کې ۱۵۰۰ نوې ویزې تائيد کړې او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د کارکوونکو د راوستلو پروګرام یې تر۲۰۲۰ کاله پورې وغځاوه.

بال وایي چې امریکا باید د افغانانو د ویزي ترلاسه کولو چاري لا ګړندی کړي ځکه په خبرې یې هغوی د امریکایانو له پاره خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

بال وایي چې امین یې د افغانستان په اوږدې جګړې کې ژوند ژغورلی. اوس به نو امین د یو څه مودې له پاره له بال سره اوسیږي.