1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د داعش »بيټل« په عمري بند محکوم شو

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۰, شنبه

ه متحده آيالاتو کې د »بيټلانو« په نوم د داعش مليشې د يوې ډلګۍ غړی په عمري بند محکوم شو. هغه د امريکايي وګړو په وژنو کې لاس درلود.

https://p.dw.com/p/4Aef6
USA | Alexanda Kotey vor Gericht
انځور: Bill Hennessy/REUTERS

د بريتانيا د پخواني تبعه الکساندا آمون کوتي په وړاندې د عمري بند سزا واشنګټن ته څېرمه په الکساندريا کې يوې محکمې اعلان کړه. ۳۸ کلن کوتي د امريکايي ژورناليستانو جيمز فولي او سټيفن سوتلوف او د پرمختيايي چارو د مرستندويې کايلا مويلر په وژنو کې لاس درلود. کوتي د تېر کال په سپتمبر کې خپله پړه منلې وه.

په هغه باندې تور وو چې د مرګ په پايلې سره د يرغمل نيونې يوه توطيه، د مرګ په پايلې سره په يرغمل نيونه، د امريکايي اتباعو د قتل په يوه توطيه او د يوې تروريستي ډلې څخه د ملاتړ په توطيه کې ښکېل و.

داسې تروريستان چې د بريتانيې لهجه لري

په يوه بله موازي قضيه کې د محکمې منصفانه پلاوي د داعش يو بل جهادي، شفيع الشيخ، دوه اوونۍ وړاندې د الزاماتو په ټولو نقطو کې پړ بللی و. د ۳۳ کلن الشيخ په وړاندې سزا البته د روان میلادي کال په اګست مياشت کې اعلانيږي، خو هغه هم ښايي زندان ته ولويږي.

Islamischer Staat "Beatles" Alexanda Amon Kotey El Shafee Elsheikh,
شفيع الشيخ (ښی لاس) او الکساندا آمون کوتي (کيڼ لوري ته)انځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

دواړو دغو کسانو په سوريه کې په داسې يوې ډلې پورې اړه لرله چې غړو يې د بريتانوۍ لهجې له کبله د »بيټلانو« نوم تر لاسه کړی و. تر ټولو مشهور غړی يې په ۲۰۱۵ کال کې د ډرون په يوه حمله کې وژل شوی بريتانوی تبعه، محمد اموازي و چې د »جهادي جان« نوم هم ورکړل شوی و. هغه د داعش له خوا د فولي او سوتلوف څخه د سر پرېکولو په ويډيو کې هم ښودل شوی و. دغه فلمونه چې یرغمل شوو کسانو پکې نارنجي رنګه جامې اغوستې وې، په ۲۰۱۴ کال کې د عامو خلکو تر منځ د نفرت باعث ګرځېدلي ول.

کوتي او الشيخ په ۲۰۱۸ کال کې په سوريه کې د کردي واحدونو له خوا ونيول شول. په ۲۰۲۰ کال کې هغوی د بريتانيې له خوا د امريکا متحده آيالاتو ته وسپارل شول. خو شرط يې دا و چې هلته به ورته د اعدام يا مرګ حکم نه اورېدل کيږي. د بريتانيې تابعيت هم له دوی څخه سلب کړل شوی دی.