1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د ګرمۍ له څپې په میلیونو کسان اغیزمن شوي

۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو له منځني لویدیځو ایالتونو څخه نیولې تر اتلانتیک سواحلو پورې کابو ۱۵۰ میلیونه انسانان د سوځندې ګرمۍ له کبله په خولو کې ډوب دي او په نیویارک کې د ګرمۍ له کبله بیړنی حالت اعلان شوی.

https://p.dw.com/p/3MRgs
USA Heißes Wetter in New York
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Munoz

د امریکا متحده ایالاتو په ختیځ او مرکزي سیمو کې ډیری انسانان له سختې ګرمۍ سره مخامخ دي او د نیویارک په شمول فیلاډیلفیا او واشنګټن په څیر ښارونه سخته ګرمي تجربه کوي. په دغو ښارونو کې د تودوخې درجه ۳۸ سانتي ګرېد ته نزدې شوې ده.

د متحده ایالاتو هواپيژندنې ملې ادارې ویلي دي که چیرې احتیاطي تدابیر په پام کې ونه نیول شي، نو «د تودوخې د لوړې درجې» او رطوبت ترکیب کیدای شي د ګرمۍ د لاسه د رامنځ ته کیدونکي ستریس او د خلکو د ضعف کیدو سبب وګرځي. 

د هواپیژندنې ادارې په یوه بیانیه کې ویلې دي چې اټکل کیږي د یکشنبې په ورځ به د متحده ایالاتو په منځني ایالتونو کې د تودوخې درجه څه ټیټه وي، خو په ختیځ ساحل کې به د تودوخې څپه ادامه ولري.

د ګرمۍ د سختې څپې له کبله د امریکا د فوټبال ملي لیګ (امریکایي فوټبال) د یوه پخواني لوبغاړي په شمول د درو کسان مړینه رپوټ شوې ده.

د نیویارک ښاروال بیل دي بلسیو، د ګرمۍ له کبله بیړنی حالت اعلان کړی او د ښار چارواکو له ګرمۍ څخه د ژغورنې له پاره مرکزونه پرانیستي دي.

د ګرمۍ سختې څپې چارواکي دې ته هڅولي دي چې د یکشنبې د ورځ له پاره په دغه ښار کې پلان شوې د تریاتلون سیالي لغوه کړي. دغه ورزش له درو لوبو ترکیب شوی دی چې پکې ځغاسته، بایسکل چلول او لامبو وهل شامل دي. پر دې سربیره ځینې نور پروګرامونه هم لغوه شوي دي.

USA Hitzewelle | Schild in Union Beach New Jersey
انځور: Getty Images/K. Betancur

بوستن کې وړیا لمبا

په بوستن کې چارواکو د ګرمۍ پر وړاندې د مقابلې په ترڅ کې د عامه ښوونځیو په حوضونو کې لمبا وړیا ګرځولې ده.

همداشان په واشنګټن او شیکاګو کې بیلابیلې عامه غونډې هم لغوه کړی شوي دي. د ۱۹۹۵م کال په جولای میاشت کې په شیکاګو کې د ګرمۍ درې ورځنۍ سختې څپې تر ۷۰۰ د زیاتو انسانانو ژوند اخیستی وو. زیاتره مړه شوي بې وزله، زاړه او هغه کسان ول چې یوازې اوسیدل.

د متحده ایالاتو د هواپیژندنې ملي ادارې هم خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې ناروغانو او زړو کسانو ته پاملرنه وکړي، د تندې د نه احساسیدو په صورت کې هم ډیرې اوبه وڅښي او په هغو ځایونو کې چې ایرکنډیشنونه ولري، وخت تیر کړي.