1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د یوه برید په پایله کې پنځه تنه وژل شوي

۱۳۹۴ تیر ۲۶, جمعه

یوه وسلوال کس د امریکا متحده ایالاتو په تنسي ایالت کې پر دوو پوځي ودانیو باندې برید کړی چې په پایله کې یې د هغه په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې څلور تنه امریکایي سمندري ځواکونه شامل دي.

https://p.dw.com/p/1G0Pf
انځور: picture-alliance/AP/WRCB-TV


د پنجشنبې په ورځ یوه وګړي د تینسي ایالات په چاتنوګا سیه کې پر دوو پوځي ودانیو باندې وسلوال برید وکړ. پولیسو ویلي دي چې د وژل شويو کسانو په ډله کې څلور امریکایی سمندري ځواکونه هم شامل دي. پخپله برید کوونکي هم وژل شوی دی.

هغه دوه پوځي ودانۍ چې ورباندې برید شوی دی یو له بل څخه شاوخوا لس کیلو متره لیرې پرتې دي. عیني شاهدانو او سیمه ییزو رسنیو ویلي دي چې برید کوونکی په یوه سر خلاصي موټر کې له یوې پوځي ودانۍ بلې ته تللی دی.

برید کوونکی لومړی د پوځيانو د جلب او جذب مرکز ته تللی دی. شاهدان وایي چې تر دې وروسته هغوی ۵۰ ډزې واوریدې. وروسته هغه د سمندرې ځواکونو یوې وداندۍ ته تللی دی. په ترسره شوي برید کې د دو پولیسو په ګډون درې تنه ټپیان شوي هم دي.

ولسمشر بارک اوباما د دغه برید په اړه د څیړنو غوښتنه کړې ده. چارواکو دغه پیښه وحشیانه او کورنۍ تروریزم بللې ده. FBI برید کوونکی د محمد یوسف عبدالغزیز په نوم پیژندلی دی. دغه ۲۴ کلن وګړی په اصل کې د کویټ هیواد څخه دی خو کله چې ماشوم وو له خپلې کورنۍ سره یوځای امریکا متحده ایالاتو ته راغلی او بیا یې د دې هیواد تابعیت ترلاسه کړی دی.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه کس ولې برید کړی خو چارواکو په پیښه کې د هغه وژل کیدل تایید کړي دي.

په تیرو شپږو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو په پوځي ودانیو کې دوه نور بریدونه هم شوي دي. په ۲۰۰۹ کال کې یوه برید ۱۳ کسان ووژل او په ۲۰۱۳ کال کې بیا په یوه بل برید کې ۱۲ تنه امریکايي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب