1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر درمسال باندې د برید پر وړاندې غبرگون

۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبه

د امریکا د پوځ یوه پخواني سرتیري په ویسکنسین ایالت کې د سکانو پر معبد برید کې اووه تنه ووژل او درې تنه نور ئې ټپیان کړل. هندوستان دا برید غندلی او خواشیني ئې څرگنده کړې.

https://p.dw.com/p/15kgc
انځور: Reuters

په نړۍ کې د سکانو درمسال د سوله ییزتوب له لحاظه ډیر زیات شهرت لري. ډیر لږ داسې ځایونه له امن څخه برخمن دي. دا ځکه چې د سکانو د مذهبي اعتقادونو له مخې «په هغه ځای کې چی انسان عبادت کوي باید د امن او سولې فضا ولري.»

د سکانو مشهور معبد د هند په شمالي ښار امرتسر کې دئ. دغه معبد د «طلایی معبد» په نوم هم شهرت لري. د هغه په شا او خوا او دننه کې خلک په ولاړې او ناستې ‌په عبادت بوخت او له موسیقي سره خپل ذکر کوي.

خو دغه فضا د دوشنبې په ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې د سکانو پر درمسال باندې د برید خبر زیانمنه کړه. دې پېښي په امرتسر کې ډیر شمیر سک عبادت کوونکي خواشیني کړل. یوه میرمن وایي: «دغې پېښي د سکانو ټولنه نه یوازې په هند بلکې په ټوله نړۍ کې د ویر پر ټغر کښینوله.»

په دې درمسال کې یو تن نارینه سک چې د سر ټول ویښتان ئې تر یوې پګړۍ لاندې پټ کړي دي، وایي: «دا د سکانو د ټولنې له پاره یوه سخته غمناکه پېښه ده. دا کار باید بیا تکرار نه شي. د دغې پېښي له امله اوس موږ ټول ویر کوو. د هند حکومت باید احتجاج وکړي. باید ژمنه وشي چې د سکانو د ټولنې د ورورګلوۍ او سوله ییزتوب روحیه خوندې ساتل کیږي.»

د هند صدراعظم من موهن سنګ، پخپله یو سک دئ. هغه هم د دغې پېښي په هکله خواشیني څرګنده کړې ده: «زه هیله لرم چې امریکایي چارواکي پلټنه وکړي چې څوک پر بیګناهو عبادت کوونکو باندې د برید تر شا دي. او دا هم باید یقیني شي چې داسې یو څه بیا راپېښ نه شي.»

د سکانو دیني فرقه په ۱۵مې میلادي پیړۍ کې رامنځ ته شوه. د هغوی فرقه ځینې ظاهري نښانې لري چې له هندوانو، مسلمانانواو د نورو ادیانو له پیروانو څخه ئې په ښکاره توګه توپیر کیږی. پګړۍ چې نارینه سکان ئې په خاص مهارت سره تړي د هغوی له نښانیو څخه ده. دا چې په هند کې هره فرقه له خپل نوم څخه پیژندل کیږي، د سکانو د نارینه نومونو په پای کې تل «سنګ» راځي. په درمسالونو کې چې هغوی ئې «ګوردوارا» هم بولي ټول عبادت کونکي د ورځې درې ځلي ډوډۍ په ګډه خوري.

په داسې حال کې چې په امرتسر او د نړۍ د سکانو په نورو ټولنو کې د متحده ایالاتو پرسکانو باندې د برید له امله ویر نیول شوی دئ، ډیر شمیر سکان دا پوښتنه کوي چې ولي په امریکا کې داسې يوه پېښه رامنځ ته شوې ده.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش