1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې کې تر ټولو خطرناک سمندري توپان

۱۳۹۶ شهریور ۴, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو په تیګزاس او لویزیانا کې زرګونه کسان د «هاروي» په نامه د یوه خطرناک توپان له امله نورو خوندي ځایونو ته انتقال شوي. د دغه توپان سرعت ۲۰۹ کیلومتره په یوه ساعت کې ښوول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2isjG
USA Texas Hurrikan Harvey
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Sacco

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دې توپان له امله په تیګزاس ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. نوموړي په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د دې ایالت د والي په وړاندیز یې په دغه اقدام لاس پورې کړی دی. په ورته وخت کې ولسمشر ترمپ ویلي دي چې د راتلونکۍ اوونۍ په پیل کې به هغه له دې ایالت څخه لیدنه هم وکړي.

د سپینې ماڼۍ لخوا ویل شوي دي چې امکان لري دغه توپان په څو راتلونکو ورځو کې په یوه ویجاړوونکي توپان بدل شي او ولسمشر ټولو هغو کسانو ته چې له دې توپان سره مخ دي وړاندیز کوي چې په وخت نورو خوندي ځایونو ته ولاړ شي او هغه کسان چې په ټاکلي وخت له ځینو سیمو څخه نورو سیمو ته نه ځي نو په دې کار سره خپل ځانونه او د ژغورنې کارکوونکي له خطر سره مخ کوي.

پیچلی او ډیر خطرناک توپان

د تیګزاس ایالت والي ګرګ ابوت د دې توپان په هکله وايي: «موږ همدا اوس او په دې پړاو کې ویلي شو چې یو ډیر ستر ناورین د پیښیدو په حال کې دی.» د هغه د څرګندونو په اساس د «هاروي» په نامه دغه توپان یو «ډیر خطرناک او پیچلی» توپان دی چې په چټکی سره پرمختګ کوي او امکان لري چې تر «کاترینا» توپان هم غښتلی او قوي شي. د کاترینا، په نامه د یوه توپان له امله په ۲۰۰۵م کال کې له ۱۸۰۰ څخه ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

Harvey Texas Vorbereitung Hurricane
د طوفان د ممکنه ویجاړیو د مخنیوي له پاره تدابیر ادامه لري او زرګونه انسانان نورو ځایونو ته انتقال شوي ديانځور: picture alliance/AP Photo/N.Wagner

تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د هریکن ملي مرکز په تیګزاس او لویزیانا کې د ویجاړوونکو او خطرناکو سیلابونو په هکله خبرداری ورکړی وو. د متحده ایالاتو په دې دواړو ایالتونو کې د خلکو د تخلیې له پاره له وړاندې نه تدابیر پیل شوي دي. سربیره پر دې د مکسیکو په خلیج کې ګڼ شمیر د نفتو شرکتونه خالي کړل شوي دي.

د تیګزاس زیاتره سیمو پر اوسیدونکو باندې غږ کړی دی چې سیمي پریږدي. د تیګزاس ایالت د پورتلند ښار په رسمي ویبپاڼه کې راغلي دي چې «ټول هغه کسان چې تر اوسه پورې خوندي سیمو ته نه دي تللي، خبر ورکول کیږي چې په چټکۍ سره دغه کار وکړي.»

د تیګزاس والي ابوت په خپل ایالت کې ۳۰ سیمې داسې اعلان کړي چې له احتمالي ناورین سره مخ دي. په هوسټن کې چې د دې ایالت تر ټولو ستر ښار دی د توپان له امله تر دوشنبې ورځې پورې ټول ښوونځي رخصت کړل شوي دي.

د تیګزاس په یوه بل ساحلي ښار کورپس کریسټي کې یو هوايي ډګر هم خالي کړل شوی دی. د سي ان ان، تلویزیوني شبکې په حواله له یوه روغتون څخه ۱۰ نوې زیږیدلي ماشومان هم د بریښنا د قطع کیدو د ویرې له امله نورو ځایونو ته انتقال کړی شوي دي. د دې ایالت په ګاونډي ایالت لویزیانا کې هم د سخت توپان او باران اټکل کیږي.