1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې یوه برید لږ تر لږه ۱۴ کسان وژلي

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۲, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په کلفورنیا کې د ډزو په پایله کې ۱۴ کسان وژل شوي دي. دزې د دوو شکمنو کسانو له خوا د کریسمس د یوې میلمستیا پر مهال شوي دي. دوه شکمن بریدګر د پولیسو له خوا وژل شوي او یو بل بیا نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/1HGBh
schießerei san bernardino kalifornien usa
انځور: picture-alliance/dpa

چارواکو ویلي دي چې لږ تر لږه دوو وسلوالو کسانو د یوه شرکت پر کارکوونکو باندې هغه مهال ډزې کړې دي چې هغوی د چهارشنبې په ورځ د کلفورنیا په سن بیرناردینو سیمه کې د کریسمس یوه میلمستیا لرله. په دې پیښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان دي. د ټپیانو له ډلې څخه د دوو تنو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

عیني شاهدانو ویلي دي، کله چې برید کوونکو پر دغې میلمستیا باندې برید وکړ نو خلکو د خپل ژوند ژغورلو له پاره یوې او بلې خوا ته منډې پیل کړې.

پولیسو ویلي دي چې دوه شکمن برید کوونکي، یو نارینه او یوه ښځه، د پیښې له سیمې څخه درې کلیو متره لیرې وژل شوي دي. د پیښې په تړاو یو دریم شکمن کس، د تیښتې پر مهال د پولیسو له خوا نیول شوی دی خو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې آیا هغه هم په وژنو کې ښکیل وو او که نه. پولیسو لا تراوسه پورې په ډاګه کړې نه ده چې په دې پیښه کې څو کسانو لاس لاره.

تر برید وروسته شیبې
تر برید وروسته شیبېانځور: picture-alliance/AP Photo

امریکایي رسنیو د شکمن کس نوم اخیستی دی

یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط، ویلي دي چې برید کوونکی سید فاروق نومیده. له بلې خوا بیا د FBI یوه چارواکي دیوید باودیش، خبریالانو ته ویلي دي: «زه پوهیږم چې دا پوښتنه به ډیر رامنځ ته شي چې آیا دا یو ترهګریزه پیښه وه او که نه؟ خو زه اوس هم نه غواړم چې په ډاډمنتیا سره ووایم چې موږ یې په ځواب پوهیږو.»

د شکمن برید کوونکي سید فاروق، په اړه ډیر کم معلومات په لاس کې دي. هغه یو امریکایي وګړی وو او اسناد ښيي چې د روغتیا په برخه کې په دنده بوخت وو. ویل شوي دي چې د روغتیا د سکتور یو شمیر کارکوونکي د یوې ملمستیا له پاره سره راټول شوي وو، چې له برید سره مخامخ شول.

د «لاس انجلس ټایمز» ورځپاڼې د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله ویلي دي چې یو برید کوونکی په همدې ملمستیا کې حاضر وو او تر هغه وروسته چې په یوې لفظي مشاجرې کې ښکیل شو، نو ووت او بیا بیرته له یوه او یا هم دوو نورو کسانو سره راستون شو او پر نورو کسانو باندې یې ډزې وکړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب