1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انتخاباتو کي د اتحاد گوندونو تقريباً يو پروگرام

۱۳۹۶ تیر ۱۲, دوشنبه

د آلمان د اتحاد ګوندونه غواړي چې د پارلماني انتخاباتو د ګټلو په صورت کې به د «ماشومانو پيسې» د هر ماشوم پر سر ۲۵ يورو زياتې کړي. پر دغي خبرې باندې د سي دي يو او سي اس يو ګوندونو مشرانو توافق کړی دی.

https://p.dw.com/p/2foQE
Deutschland | Wahl des Bundespräsidenten | Angela Merkel und Horst Seehofer
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

ځينو د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل او د بايرن د لومړي وزير، هورست زېهوفر تر منځ د کډوالو او مهاجرو پر سر تر ناندريزو او سختو جنجالونو وروسته د داسې يوه کار تمه نه درلوده. خو مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو يعنې سي دي يو او سي اس يو، اوس د آلمان د پارلماني ټاکنو له پاره پر يوه ګډ انتخاباتي پروګرام باندې توافق کړی دی. د سي اس يو مشر، هورست زېهوفر په برلين کې د دواړو اتحادي ګوندونو د مشرانو تر ساعتونو اوږدو وروستنيو خبرو اترو وروسته په برلين کې وويل چې «مسوده جوړه شوې ده.»

د نورو ژمنو تر څنګ سي دي يو او سي اس يو، غواړي چې له پارلماني انتخاباتو وروسته د ماشومانو پيسې ۲۵ يورو زياتې کړي. دغه خبره د مېرکل او زېهوفر تر منځ د ناستې نورو ګډونوالو وکړه.  د ماشومانو د مالياتي معافيت سرحد چې اوس ۷۳۵۶ يورو ټاکل شوی دی، په دوو مرحلو کې به د لويانو د مالياتي معافيت کچې يعنې ۸۸۲۰ يورو ته لوړ شي. ميندو پلرونو ته د اول او دويم ماشوم له پاره اوسمهال په مياشت کې ۱۹۲ يورو ورکول کيږي، د دريم ماشوم له پاره ۱۹۸ يورو او د څلورم او لا زياتو ماشومانو په سر هره مياشت ۲۲۳ يورو.

«موږ ټولو ته فکر کوو او درز نه راولو»

مېرکل د ماښام په موده کې د خبرو اترو د ګډونوالو په قول د دواړو ګوندونو د مشرانو په حضور د برلين په يوه رستورانت کې وويل چې له کورنيو يا فاميلونو څخه د ملاتړ د لارې «د راتلونکي پر لور څرګند تمرکز» شوی دی. هغې زياته کړې: «موږ ټولو ته فکر کوو او درز نه راولو.»

د ګډونوالو په خبره دواړو ګوندونو سربېره پر دې دا توافق هم کړی دی چې د «مسلکي مهاجرو د راتګ قانون» به جوړ شي. سي اس يو ډېر وخت د کډوالۍ له داسې يوه قانون سره مخالفت کړی او غوښتي يې وو چې هغه بايد د مهاجرو د راتګ د محدودولو له يوه مېکانيزم سره سم عيار شي. ټاکل شوې ده چې نوی قانون به اوس مسلکي کسانو ته اړتيا پوره کړي او په مرسته يې د دغسې کسانو له قلت سره لا ښه مبارزه وشي.

د دوشنبې په ورځ بايد د دواړو ګوندونو د مشرتابه ډلې په وروستي ځل د دغې اويا صفحې لرونکې مسودې په هکله خبري اترې سره وکړي. خو منل کېدل يې حتمي بلل کيږي. د سي اس يو، ګوند مشر زېهوفر وويل چې «د سي دي يو او سي اس يو، د مشترکاتو يو پياوړی چوکاټ موجود دی.»

د خبرو اترو هدف له دې مخې دا نه وو چې سي اس يو، په ځينو برخو کې وکولای شي ځان د سي دي يو، په وړاندې مطرح کړي، بلکې د زېهوفر په وينا دا چې «څنګه د راتلونکي يوه پروژه رامنځ ته کړلای شو څو په ګډه د آلمان راتلونکی وټاکو. په دې کار بريالي شوي يوو.»

زېهوفر دا هم وويل چې د ډېرو انتخباتي پروګرامونو په ليکلو کې يې ونډه اخيستې «خو دا بيا د پام وړ» يو پروګرام دی. د ده په خبره تر اوونيو اوږدو سلا مشورو وروسته توافق په ډېرې همغږۍ سره وشو. ويې ويل: «زه ډېر راضي يم او زموږ انتخاباتي مبارزه به هم له انګلا مېرکل سره يو ځای ډېره پياوړې وي.» د ده په خبره هغه سربېره پر دې د مهاجرت په سياست کې له ليکل شوو جملو سره ډېر راضي دی. خو په دې برخه کې يې نور جزيات ورنه کړل.

«پرته له شويبله نه»

دا يې هم وويل چې د ماښام په موده کې د پلان خلاف خبرې اترې يو څه اوږدې شوې، ځکه چې هدف دا وو چې په ډېر دقت سره کار وشي، يعنې: «زموږ اصلي لوړ معيار دا دی چې هغه ژمنې چې له خلکو سره يې کوو هغه غواړو چې پوره يې هم کړو.»

له دې کبله په ټولو مسالو کې دا پوښتنه هم تل مطرح وي چې آيا مالي سمبالښت او تمويل يې ممکن وي که نه. د دغو څرګندونو له مخې په هيڅ مطرح شوي ټکي کې ترينګلتيا يا مخالفې خبرې اترې ونه شوې، چې سي دي يو، او سي اس يو، دې پکې يو له بله څخه فاصله لرلې وي. د آلمان د ماليې وزير، ولفګانګ شويبله (سي دي يو) د زېهوفر په وينا په خبرو اترو کې تل ګډون کړی دی. د زېهوفر په خبره «موږ به هيڅ کار نه وای کړی بې له دې چې ولفګانګ شويبله يې هم راسره ومني».

ځکه چې اصلي هدف د زېهوفر په حواله دا دی چې مالياتي چارې ثابتې پاته شي او په اصطلاح «تور صفر» يعنې پرته له نويو پورونو اخيستلو څخه ملي بودجه هم برقراره پاته شي. له دې کبله د انتخاباتي پروګرام په تدابيرو کې هغه څه په نظر کې نيول شوي دي چې پرته د مالياتو له جګولو يا پور اخيستلو عملي کېدای شي.

د سي اس يو، ګوند به د جولای پر ۲۳مه د «بايرن پلان» په نوم طرح هم وړاندې کړي چې پکې به هغه د انتخاباتي مبارزې او د ائيتلاف جوړولو پر سر د ممکنه خبرو اترو له پاره هم خپلې هغسې غوښتنې مطرح کړي چې د سي دي يو ګوند په مقابل يې لا نه شوای تطبيقولی.