1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انتخاباتو کي د برتانيې غټو ګوندوخپل اعتماد دلاسه ورکړی دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۷, جمعه

برتانويانو پرون يو نوی پارلمان انتخاب کړی، او پسله څو لسيزو هيڅ ګوند مطلق اکثريت پلاس ندی را وړی . خو بيا هم د ډيويد کِمرون په رهبرۍ محافظه کار ګوند دګولډن براون دکار د ګوند په نسبت ډيري رايي وړي دي

https://p.dw.com/p/NImE
د برتانيې ددرو غټو ګوندو مشران
د برتانيې ددرو غټو ګوندو مشرانانځور: AP Graphics

دانګلستان دپارلماني ټاکنو نتيجه دتعجب وړ نده . له اونيو اونيو راپديخواپه نوموړي هيوادکي دګوندونو ترمنځ درايو دبرابروالي په هکله وړاندي ليدونه کيږي .ډيری له ځانونوڅخه پوښتنه کوي چي دګوندونو درايو برابر والي ته علاقه ولي دومره ډيره وه . ځکه چي دنړيوال اقتصادي بحران په وخت کي هيڅ څوک دداسي نامعلوم حالت غوښتونکی ندی . خو دانګريزانو لپاره دغه انتخابات ديوي بلي مسلي له امله ډير مهم وه : يعني داچي دوه حزبي سيسټم ته يې چي تراوسه چليده ،د رد ځواب ووايه .

دګارګر دګوند د۱۳کاله حکومت څخه وروسته ټرايه ورکونکي له لمړي وزير ګوردون برون څخه بيزاره شويدي . دلويي برتانيي نامحبوبه لمړي وزير ګوردون براون چي په خپله د انتخاباتو د لاري دغه مقام ته ندی رسيدلی ، بلکه حکومت له پخواني صدراعظم توني بلير څخه په ميراث وررسيدلی دی، دټاکنو په دغه مبارزه کي ډيري هڅي وکړي . خو دمحافظه کاره ګوند مشرداويد کمرون هم چي يو وخت دانګلستان دعامو خلکو محبوب ، دهغه هيواد دډيره کي رايي ندي ترلاسه کړي .که څه يې هم د2005کال د انتخاباتو په پرتله زيادتره رايي ګټلي اودکارګرګوند ځای يې چي تراوسه له ټولو څخه قوي ګوند وو، نيولی دی خو دومره رايي يي ندي ګټلي چي دحکومت کولو وړ ډيري څوکۍ په پارلمان کي ترلاسه کړي .

Großbritannien Wahlen
انځور: AP

په دريمه درجه کي دآزاد و ديموکراتانومشر نيک کلېګ راځي . ده په انتخاباتي مبارزه کي ډيري نوي موضوعګاني شاملي کړې .که څه هم ددغو ګوندونو دمشرانوترمنځ تلويزيوني بحث څخه وروسته دنظر پوښتنو په اساس دده دپلويانوشمير ډير شو . خودخلکو دامثبت نظر ددوی په رايوورکولو کي ظاهره نشو . د هغه اټکل دانګلستان دسياسي نظام کارپوهانو پخوالا کړی وو.ځکه يو داچي په انګلستان کي څوک يوازي دتلويزيوني بحثونوله لاري ټاکني نشي ګټلی . خوددې علت چي ډيرو کسانو غوښتل دازاد ديموکرات ګوند وټاکي ،خو ويي نه ټاکه، دانګلستان د انتخاباتي سيسټم ، یعني داکثريت او اقليت په نظام کي پروت دی، ځکه چي پرته لدې چي په ټاکنو کي ګوندونه دوړل شوو رايو په تناسب په پارلمان کي څوکۍ ترلاسه کړي،هغه کانديد ته چي ټاکني بايلي، ورکړل شوې رايه له منځه تللې رايه ده . دټولو ورکړل شوو رايو شمير پدې برخه کي کوم نقش نه لوبوي .دآزاد ديموکرات ګوند غواړي چي پدې برخه کي بدلون راولي .خو ددي لپاره بايده دي دټاکنو په ډيروناحيو کي دفعلي نظام له پلويانوسره مبارزه وکړي .

NO FLASH Großbritannien Wahlen TV-Duell Gordon Brown Nick Clegg und David Cameron
انځور: AP

که څه هم د ازاد ديموکرات ګوند ډيري رايي ندي ګټلي ،خو ددوو لويو ګوندونو درايو دتقريبي برابروالي له امله يې موقف ښه قوي شويدی .دمثال په ډول دوی دلويو ګوندونوله ډلي څخه د يوه دملاتړ لپاره داشرط ايښودی شي چي دانګلستان د انتخاباتو په اوسني سيسټم کي دسمښت دراوستلو لپاره ولس پوښتنه وشي . همدغه ډول ډيرواړه ګوندونه دمثال په ډول دسکاتلنديانو، دشمالي ايرلند اودواليستانو ګوندونه اوس ددې امکان لري چي له سترو ګوندونوسره دحکومت دجوړولوپه هکله خبري اتري وکړي . ځکه چي دوړوګوندونوله ملاتړ څخه پرته يو لوی ګوند هم دحکومت دکولو توان نلري .

دانګلستان راتلونکی حکومت مجبوره دی چي له اقتصادي بحران څخه دنوموړي هيواد دراويستلو لپاره په يو لړ نامحبوبو اقدامونو لاس پوري کړي . انګلستان ددې توان چي اوږده اوپراخه بحثونه وکړي ،نلري . هلته دسياسي رکود راتلل ډير له خطرو ډک دی .ځکه هغه انګريزان چي په ټاکنوکي يې برخه اخيستې اوهمدغه ډول نړيواله ټولنه ډير زر يو دعمل کولو اوتوان لرونکي حکومت ته اړتيا لري . خو اوس داسي بريښي چي په انګلستان کي له ټاکنو څخه وروسته وخت له هغه نه پخوا وختونو په شان تلوسناکه دی .

ټورسټن/ رحيله اميری

کتونکی : محمد قاسم نوري