1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونيزيا کي د اسلامپالو سياسي ډلو اغېز څومره دی؟

۱۳۹۸ خرداد ۷, سه‌شنبه

د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو په خپله دويمه دوره کي د اسلامپالو ډلو د قوي کېدو د ننګونې سره مخامخ دی. کارپوه لطفي اسياوکاني وايي د ټاکنو د کمپاين پر وخت لا سياسي مخالفتونه اوج ته رسيدلي ول.

https://p.dw.com/p/3JK7Q
Indonesien Jakarta Ausschreitungen nach Joko Widodo Wiederwahl
انځور: AFP/D. Krisnadhi

په اندونيزيا کي د ولسمشريزو ټاکنو په ترڅ کي جوکو ويدودو ۵۵،۵ سلنه رايي په لاس راوړې او په دې توګه به د دويم ځل لپاره د دغه هيواد ولسمشر سي. خو د هغه سيال او مخالف کانديد پرابوو سوبيانتو د ۴۴،۵ سلنې رايو په لاس ته راوړلو سره دويم زياتي رايي تر لاسه کوونکی سو. د دغه مخالف کانديد پلويانو د رايو د نتايجو پر ضد احتجاج وکړ. په دغو احتجاج کوونکو کي د اسلامي دفاعي محاذ (FPI) په شمول د نورو وسله والو اسلامپالو ډلو پلويان هم شامل ول.

د ليبرال اسلامي شبکې (JIL) شريک مؤسس او د اندونيزيا د پارامادينا پوهنتون استاد لطفي اسياوکاني، وايي چي د ټاکنو له پاره د کامپاين پر وخت لا د سياسي ډلو تر منځ د واټن د لا زياتېدو آثار راڅرګند سوي ول. د تاوتریخوالي د پيښو په ترڅ کي لږ تر لږه ۸ انسانان وژل سوي او ۷۰۰ نور ټپيان سوي ول.

د سياسي چارو د دغه کارپوه په وينا يو شمېر لاملونه باعث سوي چي د اندونيزيا د ولس تر منځ واټنونه زيات سي او ټولنه سره ووېشل سي. د اسياوکاني په آند تر ټولو مهم لاملونه سياسي او مذهبي لېوالتياوي دي. دغه کارپوه د آلمان ږغ سره په يوه ځانګړې مرکه کي هغه ممکنه ستونزي او ننګونې انځور کړې چي په راتلونکو پنځو کالو کي به ولسمشر جوکو ويدودو ورسره مخامخ سي. دا په داسي حال کي چي په اندونيزيا کي اسلامپالنه د قوي کېدو په حال کي ده.
اسياوکاني وايي چي تر کوم وخت پوري چي د پرابوو خسر او پخوانی ولسمشر سوهارتو واکمن ؤ نو په دغه هيواد کي د سياسي اسلام اهميت زيات سوی دی. د دغه کارپوه په وينا دا په داسي حال کي چي تر مخه پر سياسي اسلام بنديز ؤ. خو وروسته دغه هيواد د اسلامي کيدو پر لور حرکت وکړ او اړوند اسلامي ګوندونو په دې کي خپل رول ولوباوه. د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کي اکثرو دغو اسلامي ډلو د پرابوو د کانديداتورۍ ملاتړ وکړ.
 

Luthfi Assyaukanie, Liberal Islam Network in Indonesien
لطفي اسياوکاني د سياسي چارو کارپوه دیانځور: DW/A. Purwaningsih

د دې پوښتنې په جواب کي چي د ولسمشر جوکو ويدودو نوی حکومت به له اسلامپالو څخه کومي ننګونې ولري، اسياوکاني وايي يوه لويه ننګونه به د وېشل سوي ټولنې بېرته سره يوځای کول وي چي يوه برخه يې د ويدودو او بله برخه يې د پرابوو پلويان دي.

اسياوکاني وايي چي د می په ۲۲مه د پوليسو له خوا د ۶ بجو وروسته د احتجاج د ممانعت نقض کوونکو پر ضد عمليات يوه اړتيا وه. هغه وايي چي په جکارتا کي نژدې ۱۰ ميليونه انسانان ژوند کوي او که يې زر يا حتی لس زره احتجاج کوونکي امنيت ته ګواښ پېښوي نو امنيتي ادارې مسؤليت لري چي د دې مخه ونيسي. خو په دې ترڅ کي رامنځته سوی تاوتريخوالی د دغو عملياتو پايله وه چي د اسياوکاني په وينا ولسمشر مجبوره دی چي د دغه پايلو جواب هم ووايي.

د دغه کارپوه په وينا د ديني مسايلو سره په ټولنه کي دلچسپي زياتېدنه يو حقيقت دی او دا چي ولسمشر بايد تر پخوا ورته زياته توجه وکړي. اسياوکاني وايي چي په دې ترڅ کي نهضة العلماء او محمديه ډلو سره جوړجاړي ته رسېدل يوه ممکنه لاره کيدلای سي.