1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو کښتۍ ډوبه شوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه
https://p.dw.com/p/14ipr

د اندونيزيا په سمندري اوبو کي يو ځل بيا د ناقانونه کډوالو يوه کښتۍ ډوبه سوې ده چي پکښي زيات شمېر افغانان هم سپاره ول. اټکل کيږي چي په دغه کښتۍ کي د ۸۰ او سلو تر منځ ناقانونه کډوال سپاره ول چي يو شمېر ئې اوس لادرکه دي.

د اندونيزيا چارواکو ويلي دي چي د کښتۍ د ډوبیدو د دغي پېښې په ترڅ کي د ځاني تاوان دقيقه معلومات نه لري. چارواکو د شنبې په ورځ زياته کړه چي دغه کښتۍ د جاوا جزيري شرقي ساحل ته نزدې د تخنيکي ستونزو او د اوبو د سترو څپو سره د ټکر وروسته د جمعې په ورځ ډوبه سوې او يو شمېر سپرليو ئې ځان په لامبو تر وچي رسولی دئ.

په ژوندي پاته سوو کسانو کي چې تر اويا څخه زیات دي ښځي او ماشومان هم شامل دي. هغوی اوس د اندويزيا د پوليسو تر پوښتنې او گروېږني لاندي دي.