1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونیزیا کې د بالي د بریدونو یادون وسو

۱۳۹۱ مهر ۲۱, جمعه
https://p.dw.com/p/16Omg

د بالي پر ټاپو باندې تر ترهګر برید لس کاله وروسته په اندونیزیا کې د هغه د ۲۰۲ قربانیانو څخه یادونه وسوه. د دغه برید د قربانیانو خپلوان او د هغه څخه ژوندۍ پاتې سوي کسان د جیمباران په نامه سیمه کې راټول سوي وه.

روحاني عالم ییان ویتلي، د ۳۰۰ کسانو په مخ کی وویل چی موږ راټول سوي کسان د ترهګرۍ پر وړاندې خپل یووالی ښکاره کوي. ده همدارنګه د دغې پېښې له امله د قربانیانو د خپلوانو سره هم خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د ۲۰۰۲ میلادي کال د اکتوبر پر ۱۲ نېټه د بالي پر دوو نایت کلپونو باندې د جمیعت اسلامیه په نامه ډلې ترهګر بریدونه وکړل چې په کې ۲۰۲ تنه ووژل سول د وژل شوو کسانو په ډله کې ۸۸ تنه استرالیایان هم شامل ول.