1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په اندونیزیا کې پر کلیساوو ځانمرګي بریدونو نهه تنه وژلي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۳, یکشنبه

د اندونیزیا په یوه ستر ښار سورابایا کې پر درو کلیساوو بریدونه شوي دي. چارواکي تر اوسه د نهو تنو د وژل کیدو او شا او خوا څلویښتو تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکوي.

https://p.dw.com/p/2xcn7
Selbstmordanschlag in Surabaya Indonesien
انځور: Reuters/Antara Foto/M. R. Hidayat

د ورکړل شوو راپورونو له مخې چاودنې د یکشنبې (د ۲۰۱۸ کال د می ۱۳مه نېټه) په سهار وختي په درو کلیساوو کې یو په بل پسې تر سره شوي دي. ویل شوي دي چې برید کوونکو هغه مهال خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ چې سهار وختي خلک د عبادت له پاره راټول شوي وو.

ځایي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې په دغو چاودنو کې نهه تنه وژل شوي او څلویښت تنه ټپیان شوي دي. سورابایا، چې د اندونیزیا دوهم ستر ښار دی د جاوا ټاپو په ختیځه څنډه کې موقعیت لري. چارواکي پر دې باور دي چې بریدونه د ځانمرګو برید کوونکو له لوري تر سره شوي دي او خبرداری ورکوي چې ښایي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

ویل شوي دي چې لومړنۍ چاودنه د سیمې په وخت د سهار په اوو بجو او دیرش دقیقو په سانتا ماریا کلیسا کې رامنځ ته شوه. تر هغې لږ وروسته نورې چاودنې رامنځ ته شوي دي. چاودنې د لسو دقیقو په واټن کې یو په بل پسې شوي دي. پولیس په دې هکله هم تحقیقات کوي چې آیا څلورمه چاودنه هم رامنځ ته شوې ده که نه.

Selbstmordanschlag in Surabaya Indonesien
انځور: Getty Images/AFP/J. Kriswanto

د اندونیزیا استخباراتي ادارې ویلي دي چې باور کیږي چې له داعش سره تړاو درلودونکي وسله واله ډله دې د بریدونو تر شا وي. د استخباراتي ادارې یوه ویاند د میترو، په نوم تلویزوني چینل ته ویلي دي چې جماعت انصار الدوله، (جی اې ډي) پلان درلود چې پر پولیسو بریدونه تر سره کړي خو پلان یې بدل کړی او پر کلیساوو یې بریدونه کړي دي.

د اندونیزیا زیاتره اوسیدونکي مسلمانان دی خو پکښې عیسویان، هندوان او او بودایان هم ژوند کوي. په تیرو کلونو کې  تندلارو، عیسویان او نور لږکي د بریدونو په ترڅ کې هدف ګرځولي دي.

د اندونیزیا حکومت په ۲۰۰۲م کال کې له القاعدې ترهګرې شبکې سره تړاو درلودونکي وسله والې ډلې له لوري په بالي کې د بریدونو وروسته د تندلارو د ځپلو له پاره دوامداره ګامونه اخیستي دي. په بالي کې د چاودنو په ترڅ کې ۲۰۲ تنه وژل شوي وو. دغه سیمه د سیلاني توب له پاره یوه له مشهورو سیمو ګڼل کیږي.