1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندوییزیا کې د کډوالو ستونزمن وضعیت

احمد ولي اڅکزی (اندي بونديمن)۱۳۹۲ مرداد ۲۵, جمعه

هر کال په لسهاو زره آسيايان د اندونيزيا له لاري استراليا ته د رسیدو هڅې کوي. د ډیر شمیر دغه شان کسانو سفر يا خو په مرگ او يا هم د اندونيزيا په زندانونو کي پای ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/19R6u
انځور: AFP/Getty Images

د اندونيزيا ډیر شمیر ټاپوگان د سويلي آسيا، سويل ختيځي آسيا او استراليا تر منځ پرتې دي. دغه ټاپوگان د يادو سيمو تر منځ د پل حيثيت لري. له کلنو راهيسې پنا غوښتونکي هڅې کوي چي د کښتيو په مرسته له يوه ټاپو څخه بل ټاپو ته او بيا آستراليا ته ځان ورسوي. داسي واقعات کم نه دي چي دغه سفر د پناه غوښتونکو په مرگ پای ته ورسيږي. د روان مېلادي کال په جولای مياشت کي هم د اندونيزيا د جاوا ټاپو په ساحل کي د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه سوه. په دغه پيښه کي ۱۳ کسان ووژل سول. که څه هم په کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه ۱۸۹ تنه وژغورل سول خو بیا هم تر ننه پورې ډیر شمیر کسان لادرکه دي.

خو د کښتیو ډوبیدل د پناغوښتونکو یوازینی ستونزه نه ده. په اندونيزیا کي د بشري حقونو فعال رضا صالح، آلمان غږ ته وويل چي په دغه هیواد کي له پنا غوښتونکو سره داسي چلن کيږي لکه هغه چي جنايتکاران وي. اندونيزيا تر اوسه لا د پنا غوښتنې په تړاو د ملگرو ملتونو تړون نه دی لاسليک کړی او پنا غوښتونکي زندانونو ته اچوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۱۲م کال له پاره په خپل رپوټ کي لیکلي دي چي د هغو پناغوښتونکو په ډله کې چې په اندونیزیا کې زندان ته اچول کیږي یو شمیر ماشومان هم شامل دي. په دې رپوټ کې زیاته شوې ده چې له دغو ماشومانو سره د هغوی مور او پلار هم مل نه وي.

د رپوټ په حواله دغه ماشومان هم د بالغانو په څېر په مياشتو مياشتو پرته له مدافع وکيله په زندانونو کي ساتل کيږي. د رسمي شمېرو له مخې اوس په اندونيزیا کي تر ۱۵۰ څخه زيات ماشومان په زندانونو کې وخت تیروي. رضا صالح دې خبرې ته اشاره کوي چې نړیوالې ټولنې له دې کبله څو وارې پر اندوییزیا باندې نیوکې کړې دي خو د هغه په خبره دغو نیوکو لا تراوسه پورې کومه گټه نه ده کړې.

د انسانانو قاچاق او لوی تجارت

رضا صالح وايي چي اندونيزیا ته رسیدونکي ډیر شمیر کډوال د افغانستان، ايران، پاکستان او سريلنکا هیوادونو پورې تړاو لري. د هغه په وينا «دغه انسان د کړکېچونو او بې وزلۍ له کبله له خپلو هيوادونو څخه تښتي». صالح زياتوي: «په ډیرو مواردو کې د کډوالو انساني حقوق تر پښو لاندې کيږي. د دوی په ډله کې داسې کسان وي چي د بېلتون غوښتونکو سره د تړاو په تور او ځینې د ديني او مذهبي کړکېچونو له کبله د خپل دولت له خوا تر تعقیب لاندې وي. دوی د انساني قاچاق وړونکو قربانيان وي.»

اندونيزيايي مجلې تېمپو په ۲۰۱۲م کال کې يو رپوټ خپور کړی چي په کي راغلي دي چي نړيوالې قاچاق وړونکې ډلې په څه ډول انسانان سويل ختيځې آسيا ته رسوي. د رپوټ په وينا د دغو قاچاق وړونکو شبکه تر پاکستان، افغانستان، ايران او تر پاپوا نوی گينيا پوري رسيږي. پاپوا نوی گينيا له آستراليا څخه یوازې څو سوه کیلومتره ليري پورت هيواد دی. د اندونيزيا په جکارتا پوهنتون کي د آستراليا د چارو کارپوهه رېني ويجايا، په دې هکله وايي: «قاچاق وړونکي د يو کس پر سر زر ډالره اخلي. دوی له پناه غوښتونکو سره ژمنې کوي چي تر آستراليا پورې به يې رسوي.»

ويجايا وايي چي د کډوالو ستونزه ورځ تر بلي جدې کیږي. هغه زیاتوي چي يوازي په روان مېلادي کال کې ۱۵۰۰۰ کسانو آستراليا ته ځان رسولی او هلته يې د پناه غوښتنه کړې ده. نوموړې روښانوي چي په اندونيزيايي زندانونو کي تر ۴۰۰۰ زیات پنا غوښتونکي بنديان دي.

اندونيزیا په دغه ستونزه کي یوازې ده

استراليا څو واري پر اندونيزيا تورونه لگولي دي چي د کډوالو د مخنيوي له پاره کافي اقدامات نه کوي. د دې يوه وجه دا هم ده چي په اندونيزيا کي په ټوليزه توگه ۱۷۰۰۰ ټاپوگان سته چي د دغو ټولو لاري څارل ډېر ستونزمن کار دی. له بل اړخه زياتره پناه غوښتونکي په اندونيزیا کي د پاتې کیدو له پاره نه، بلکې استراليا ته د تللو له پاره ورځي. کارپوهان وايي چي له همدې کبله په دغه موضوع کي بايد نړیوال هم مرسته وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب