1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انټرنيټ کي د مذهبي تندلارو ډلي ته يو سخت ګوزار

۱۳۸۷ آذر ۶, چهارشنبه

د المان لويي څارنواالۍ د تیري سې شنبې په ورځ د اسلامي نړيوالي جبهې دوه تنه ګماني مسولان نيولي دي

https://p.dw.com/p/G2cG
د جرمني پوليس د پلټنو پر مهال
د جرمني پوليس د پلټنو پر مهالانځور: AP

. دغه کسان ،26 کلن دانيل پي ، او23 کلن هارون خان آ دي. دواړه د المان تبعه دي. د المان د جنايي پوليسود ادارې مامورينو په بيبراخ، اوشلنګن کي دوي نيولي دي. د دوي او5 کسو نورو تورنو کسانو12 کورونه په اوګسبورګ، بيبراخ، لوپهايم، بريمن، لومار، وايدن، شلنګن، اوپه دوسلدورف کي لټول شوي دي. چي دهغو په ډله کي په بريمن کي ددوي د اتحاديي يوه وداني هم شامله وه.

پردوي دواړه د ډيرو اينترنټي مخونو د لرلو تورونه لګول کيږي.پدې پاڼوکي د القاعدې او د انصارا لاسلام لپاره اشتهارونه شوي دي. پدې مخونوکي سربيره پردي د دغو ترو ريستي ټولنو ويډيويي فلمونه، پيغامونه، او نور تبليغاتي مواد خپاره شوي دي. نړيوالي اسلامي درسنيو جبهې ته هغه وخت ډير پام ورواووښت ، چي پدې مخونوکي د ويديويي پيغامونو له لاري د المان اود اطريش له حکومتونو څخه له افغانستان څخه دخپلو عسکرو د ويستلو تقاضا شوي وه.

يودريم تورن سړي د نورو تورونو له امله همدا اوس په تو قيف کي ناست دي. ښايي ده د2007 کال دسپتمبر په مياشت کي د اينتر نت په داسي پاڼه کي چي هر څوک يي کتلای شي ددي غږ کړي وي چي يو سويدني دکاريکاتورونو ښکونکي، اود يوي سويدنۍ ورځپاڼي عمومي مسول مدير ووژل شي. اوښايي ده د تروريستانو دمشر ابو عمر البغدا دي توضيحات پدي اړه چي نوموړي کسان بايد ووژل شي په الماني ژباړلي اوخپاره کړي يي وي.

سر بيره پردي پرده باندي داتور هم لګول کيږي چي د2007 کال د دسبر په مياشت کي يي کوښښ کړي وي چي، ددغو دسه شنبې په ورځ نيول شويو کسانو له ډلي څخه يو، يوو ځاي ته داور داچولو لپاره وهڅوي. له .دانيل پي، اوهارون خان آ څخه دچهار شنبي په ورځ دالمان دمرکزي قضا دتحقيقاتو دقاضي لخوا پوښتني کيږي .دي به دوي ته دنيول کيدو نورحکمونوکي وضاحت راولي اودتوقيف دنورجريان په هکله به پريکړه وکوي.