1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين او ليبيا کي د وضعيت خرابېدو وړاندوينه

۱۳۹۴ اسفند ۷, جمعه

د امريکا د استخباراتي سازمانونو د وړاندوينو له مخي په ليبيا او اوکراين کي به ناآرامۍ دوام ومومي. امريکايي چارواکو په ليبيا کي د داعش د پراخ حضور خبر هم ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/1I2g1
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lane

د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر جان برنان، د پنجشنبې په ورځ د استازو مجلس د اطلاعاتو کمېسيون ته د راپور ورکولو پرمهال ويلي دي چي په ليبيا کي د داعش ډېر جنگيالي حضور لري.

په ليبيا کي د قذافي د واکمنۍ تر ړنگېدو وروسته په لسونو لويي او کوچنۍ وسله والي ډلي جوړي سوي او يو له بل سره جنگیږي.

اوس د ليبيا په طرابلس او طبرق ښارونو کي دوه رقيب حکومتونه د دغه هيواد د بشپړي واکمنۍ تر لاسه کولو پر سر يو له بل سره مبارزه کوي. ليبيا د نفتو غني هيواد دئ.

امريکا په ليبيا کي له يوې خوا له داعش سره جنگيږي او له بلي خوا په دغه هیواد کي د يوه ملي يووالي حکومت د جوړېدو تلاښ کوي.

اوکراين هم پر کراره نه دئ

د امريکا د امنيتي ارگانونو هماهنگ کوونکي جيمز کلاپر، ويلي دي چي په اوکراين کي هم د اور لمبې خاموشي سوي نه دي. د امريکا دغه لوی امنيتي چارواکی ټينگار کوي چي روسيه تر اوسه هم اوکراين د «کوچنۍ روسيې» په شان گڼي او د اوکراين په ختيځ کي د روسيې پلوه بېلتون غوښتونکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د سي آی اې مشر جان برنان، هم ويلي دي چي تر اوسه پوري لا مشخصه نه ده چي روسيه به له دغه جنگ څرنگه پر شا سي.

ناټو د اروپا په ختيځ کي ځواکونه پياوړي کوي

د روسيې له خوا د کريميا نيمه ټاپو نیول او د اوکراين په سياست کي د دغه هيواد مداخله د ناټو د اندېښنې سبب سوې. د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۰ په بروکسل کي د ناټو د دفاع وزيرانو پريکړه وکړه چي د اروپا په ختيځ کي ځواکونه نور هم ډېر کړي.

په پلان کي ده چي د دغي طرحي جزئيات به د ناټو تر بلي غونډي پوري چي په ورشو کي ده بشپړ او لاسليک سي.