1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي بايد دوهم واري انتخابات تر سره سي

۱۳۸۸ دی ۲۸, دوشنبه

د اوکرايين د جمهوري رياست د انتخاباتو په لومړي پړاو کي د حکومت مخالف مشر، مسکو پلوه ويکتور يانوکوويچ تر ټولو نورو کانديانو ډيري رايي لاس ته راوړي دي، خو د جمهور رييس کيدو لپاره 37 فيصده رايي کفايت نه کوي

https://p.dw.com/p/LYlK
د انتخاباتو جريان
د انتخاباتو جريانانځور: AP

د هغه سيالي، يوليا تيمو شينکو چي اوس صدراعظمه ده ، په سلو کي24,31 رايي ګټلي دي .

لويديځ پلوه تيموشينکو د فبرورۍ پر 7 د انتخاباتو په دوهم پړاو کي د يانوکوويچ په مقابل کي سيالي کوي .

د اوکرايين د حکومت مخالف اړخ د هغه د خپلي جملي له مخي« يو شمير روزل شوي ځوانان » تورنوي چي هڅه کوي ،د ټاکنو بهير د لويديځ پلوه قوتونو په ګټه وڅرخوي . د يانوکو ويچ پلويان ادعا لري چي يو شمير ګرجستانيان له جعلي تذکرو سره د اوکرايين ختيځ ته، هغه ځای چي د نوموړي د پلويانو اصلي مرکزګڼل کيږي، ننوتي وه، تر څو د انتخاباتو جريان ګډوډ کړي . يانوکوويچ د دغو ادعا په وړاندي په خپل يوه عکس العمل کي وويل :

« مونږ چاته اجازه نه ورکوو چي پردي دولتونه زمونږ د هيواد په کورنيو چارو کي لاس وهنه وکړي . زه د ګرجستان جمهور رييس ساکاش ويلي باندي غږ کوم چي خپل په اصطلاح څارونکي بيرته وغواړي . مونږ هغو ته دلته اړتيا نه لرو. بيله دغو څارونکو څخه هم کولای شو مونږ خپل کارونه سره سمبال کړو».

د انتخاباتو تر لومړنيو نتايجو وروسته يانوکويچ وويل، دی پوهيږي چي خلک په اوکرايين کي د تغير غوښتونکي دي . هغه زياته کړه چي خلک له اوسني شرايطو څخه ستړي شوي دي .

خو يانوکويچ پوهيږي چي هغه لا تراوسه جمهور رييس نه دی . د هغه په مقابل کي د نارنجي انقلاب سمبوله، يوليا تيموشينکو ولاړ ده، هغه چاچه پنځه کال مخکي د يانوکويچ واکمني نسکوره کړه . که څه هم د حکومت مشره، تيميشينکو د ټاکنو په لومړي پړاو کي تر خپل سيال وروسته پاته ده، خو هغه هيله منه ده چي په دوهم پړاو کي د هغو کسانو رأيي تر لاسه کړي چي د انتخاباتو په لومړي پړاو کي نورو کانديدانو ته رايي ورکړي دي . دا ډير زيات پر لويديځ پلوه ډلو باندي حساب کوي چي ددې څخه به ملاتړ وکړي .

په لومړي غبر ګون هغې وويل :

«د اوليګارش کړيو يا د شتمنو او د زور خاوندانو چي د يانوکوويچ شا خوا کي راټول شويدي، په انتخاباتي مبارزه کي د توپير پالني د هلو ځلو سره سره، خلکو خپل هوښياري وښودله، پر ما يې اعتماد وکړ، زه له هغو څخه د زړه له کومي مننه کوم».

Ukraine Wahlen Wiktor Janukowitsch Anhänger in Kiew
انځور: AP

د اوکرايين د جمهوري رياست د انتخاباتو لوی بايلونکي، واکمن جمهور رييس، ويکتور يوشينکو دی، هغه پنځه کاله مخکي له ميرمن تيموشينکو سره يو ځای د نارنجي انقلاب رهبري کوله او قدرت ته ورسيد. خو په تيرو کلونو کي د هغوی ترمنځ اختلاف ډير ژور حد ورسيد. دا چي د ټاکنو په دوهم پړاو کي به له هغي څخه دي ملاتړ وکړي تر اوسه پوري معلومه نه ده.

د اوکراين خلک په سختو اقتصادي ستونزو کي لاهو شوي دي، ډيريو د خپل هيواد د سياستوالوپه وړاندي خپل باور له لاسه ورکړی دی . د اروپا د اتحاديې له خوا د انتخاباتو د څارني د پلاوي غړی، آلمانۍ سوسيال ديموکراته، باربره وايلر چي د ټاکنو جريان له نژدې څاري، د رايو ورکونکو له نا اميدۍ څخه خبري وکړي او وويل چي شور او ږوږ په دغو انتخاباتو کي نه ؤ :

«خوشحالي له بده مرغه دلته نسته، هغه احساسات چي په 2004 کال کي دلته موجود وه، اوس نه ليدل کيږي . په هغه وخت کي رايو ورکونکو ګمان کاوه چي په خپلو راييو سره به يو بدلون رامنځ ته کړي، خو په عمل کي يې هيڅ ونه ليدل. »

په اوکراين کي د آلمان غږ راډيو خبريال، ايستر هارت برييچ تر انتخاباتو وروسته له يو تکسي چلونکي، سرګي څخه پوښتنه وکړه چي هغه د انتخاباتو د نتايجو په هکله څه وايي . ده وويل،

« ليواليتا ور سره نه لرم . ټول اوکرايين پوهيږي چي وضعيت نه سميږي . د نارنجي انقلاب څخه وروسته، يو شمير کسانو قدرت په خپلو منځو کي وويشه، دا هيواد باندي يو کوچنی ډله واکمني لري، حکومت ددوی په لاس کي د نانځکي حيثيت لري.»

سرګي د 12 مليونو نورو اکراينيانو په جمله کي دی، چي له خپلي رأيي ورکولو څخه يې ډډه وکړه .

هارتبريشت/ حکيم باري

کتونکی : محمد قاسم نوري