1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي بيا ډېر انسانان وژل سوي دي

rtr, afp۱۳۹۳ بهمن ۱۲, یکشنبه

د اوکراين په ختيځ کي د تاوتريخوالي په نوو پيښو کي د حکومت او بېلتون غوښتونکو د معلوماتو له مخي نزدې ۱۹ انسانان وژل سوي دي. جنگ دنيڅک ته نژدې د حمل و نقل پر يوه مرکز باندي دئ.

https://p.dw.com/p/1EU7J
انځور: Getty Images/AFP/A. Boiko

د اوکراين پوځ د يوه وياند د معلوماتو له مخي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۳ عسکر وژل سوي دي او ۲۰ ټپيان سوي دي. د اوکراين پوځ د معلوماتو له مخي لوگانسک ته نژدې ئې هم دوه عسکر وژل سوي دي.

بله خوا بيا د بيلتون غوښتونکو يوه وياند ويلي دي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي په دنيڅک کي درې ملکي کسان وژل سوي او ۱۹ نور ټپيان سوي دي.

دوی ويلي دي چي دنيڅک ته نژدې ماکيويکا ښار کي پر درو کورونو باندي توغندی لگېدلي دي.

د اوکراين په ختيځ کي اوس د دنيڅک په ۵۰ کيلومترۍ کي د ترانسپورت پر يوه مرکز باندي سخت جنگ روان دئ. د دغي سيمي يوه برخه اوس د بېلتون غوښتونکو په لاس کښي ده.

کيف وايي چي دغي سيمي ته ئې نژدې ۸۰۰۰ عسکر لېږلي دي او د دوی په کنترول کي ده.

څو ورځي دمخه د دنيڅک پر هوايي ډگر باندي په جنگ کښي هم ډېر انسانان ووژل سول چي دا په وروستيو اوونيو کي تر ټولو سختي جگړې ښوول سوي دي.

د شنبې په ماښام د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کښي د کيف او بېلتون غوښتونکو د استازو خبري اتري بې نتيجې پای ته ورسېدلې. دواړه اړخونه يو پر بل باندي نيوکه کوي چي په خبرو اترو کښي ئې پرمختگ نه دی سوی.

د اوکراين په کړکېچ کي چي له نهو مياشتو راهيسي روان دی تر اوسه پوري تر ۵۰۰۰ زیات انسانان وژل سوي دي.

د تير کال د سپتمبر مياشتي راهيسي د اوکراين په ختيځ کي اور بند اعلان سوی او په وارو وار بيرته ماته سوی دی، چي دواړي غاړي ئې پړه يو بر بل باندي اچوي.

روسي پلوه بېلتون غوښتونکي د اوکراين په ختيځ کي خپلواکي غواړي خو د اوکراين حکومت ئې مخالفت کوي.