1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي د ناکراريو پای نه ښکاري

شمس ارحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۵, شنبه

په اوکراین کې د حکومت د مخالفانو او پولیسو تر منځ یووار بیا نښتي رامنځ ته شوي دي. د دغه هیواد اپوزیسیون له لوېدیځي نړۍ څخه د منځګړتوب غوښتنه کړې ده، څو دغه کړکېچ ته د پای ټکی کښېښوول شي.

https://p.dw.com/p/1Ax5U
انځور: Reuters

د اوکراین جمهور رييس وکتور یانوکوويچ، د جمعې په ماښام ژمنه وکړه چې هغه په کابېنه کې بدلون راوستلو او اپوزیسیون ته د سیاسي امتیازونو ورکولو ته تیار دی.

خو د هغه په ځواب کې د اپوزیسیون یوه مشر ویلې دي چې هغوی ته د ولسمشر یانوکوويچ، تر استعفا پرته بله هیڅ لاره د منلو نه ده.

د اسوشيېتيد پرس خبري آژانس د راپور په حواله د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د روانو نښتو او نا امنیو لمن اوس د دغه هیواد نورو برخو ته هم پراخه شوې ده.

د دغو تازه نښتو په جریان کې د جمعې په ماښام د اپوزیسیون مظاهره کوونکو په کیف کې یو شمیر هغو لویو موانعو ته اور واچاوه چې د امنیتي ځواکونو له خوا درول شوي ول.

د راپورونو له مخي، د ولسمشر یانوکوويچ، له خوا اپوزیسیون ته د یو شمیر امتیازاتو د ورکولو تر وړاندیز لا څو ساعته تیر شوي نه ول چې لاریون کوونکو د امنتي ځواکونو له خوا د سړک پر سر درول شوو خنډونو او ټایرونو ته اور واچاوه.

سربیره پر دې مظاهره کوونکو پر پولیسو پطرولي بمونه وغورځول او په ډبرو يې وویشتل. پولیسو هم د مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو له پاره اوښکن ګاز استعمال کړ، چې له امله يي په لسونو مظاهره کوونکي د روغتون ته ورسول شول.

د دولتي ودنيو مخ ته جوړ سوي خنډونه
د دولتي ودنيو مخ ته جوړ سوي خنډونهانځور: DW/H. Stadnyk

د اپوزیسیون یوه تن غړي آرتهر کاپيلان، چې په دغو مظاهرو کې يي برخه اخیستې وه د فرانسې خبري آژانس ته وویل:«موږ به چارواکي مجبوره کړو چې زموږ احساساتو ته درناوی وکړي. د جګړې د بندېدو شرایط به څه وي، دا موږ وایو نه حکومت».

په کیف کې د حکومت پرضد لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ ځو ورځي مخکې پيل شوی اخ و ډب د یوه لنډ وخت له پاره ځکه بند شوی وو چې ولسمشر یانوکوويچ، د مظاهره کوونکو له مشرانو سره مخامخ خبري اتري پيل کړي وې، خو دغو خبرو اترو کومه مثبته نتیجه ور نه کړه.

تر دغو خبرو اترو وروسته په کیف کې په سوونو مظاهره کوونکو خپل مخونه په نقابونو پټ کړي او په لاسونو کې يي ډنډې او پطرولي بمونه نیولي او د هغو ځایونو او لارو مخي ته ولاړ دي چې د امنیتي ځواکونو له خوا د خنډونو په وسیله تړل شوي دي.

امنیتي ځواکونو دغه خنډونه د دې له پاره جوړ کړي دي چې د حکومتي ادارو پر خوا د لاریون کوونکي د هجوم مخه ونیسي.
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر کارل بلټ، چې له څو کلونو راهیسي د اوکراین او اروپايي اتحاديي د نږدې کولو له پاره يې سیاسي او دیپلوماتیکي تلاښونه کړي دي، د خپل تویتر له لاري يې په پيغام کې لیکلې دي چې پر اوکراین باندي د ولسمشر یانو کوويچ، کنترول ورځ تر بلي مخ پر کمښت دی.

«که د کیف حکومت د رواني وضعي د کنترولولو په موخه د پوځي قوت د استعمالولو هڅه وکړه، نو دا ډول هر کوښښ به په ډیري ویني بهولو تمامه او له ناکامۍ سره مخامخ شي.»

په همدې منځ کې د اپوزیسیون مشر او د بوکس نړیوال اتل ویتالي کلیتچکو ویلي دي چې لوېدیځي نړۍ بايد د اوکراین په کړکېچ کې منځګړتوب وکړي. د کلیتچکو په خبره په هیواد کې د احتجاجي مظاهرو لړۍ مخ پر پراخیدو ده او له ولسمشر یانوکوويچ، سره هم خبرواترو کومه نتیجه ور نه کړه:

«روانه وضع یوازي په هغه صورت کې تر کنترول لاندي راتلای شي چې اروپايي ټولنه او د امنیت او همکارۍ اروپايي ټولنه« OSCE» په دې مساله کي منځګړتوب وکړي».